لندن 02 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی په لندن كښې د پاسپورټ او نادرا سنټرز دوره كړې ده،ده په ټوله نړۍ كښې ??ېش??ه پاكستانیانو له د پاسپورټ جاري كولو كښې د تاخير نوټس اخستلو سره ارجنټ پاسپورټ په 7 ورځو كښې د جاري كولو امر كړې دے۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې اعلامیے له مخې د كورنيو چارو وزير ووئيل بهر ??ېو??دونو كښې ??ېش??ه پاكستانیانو ت?? به نارمل پاسپورټ په 30 ورځو كښې جاري كېږي،د دې پالیسۍ اطلاق به په ټوله نړۍ كښې موجود ټول پاكستانی مشنز كښې كېږي،دا مهال سمندر پورې غا??ه پاكستانیانو له نارمل پاسپورټ 4 مياشتو كښې دغسې ارجنټ پاسپورټ دوه نيمو مياشتو كښې ترلاسه كيدو۔محسن نقوی ووئيل پاسپورټ كښې تاخیر به هيڅ صورت كښې نه شي زغملے، ټاكلې شوې موده كښې دننه پاسپورټ جاری نه شو نو د اړوندو افسرانو په ضد به ایكشن اخستلې شي۔ د كورنيو چارو وزير پاسپورټ په مقرره وخت كښې وركولو لپاره مانیټرنګ سیل جوړ كړې ٬ د كوم به چې پی ایس او اے اېس پی شهر بانو هیډ كوي،سمندر پورې غا??ه پاكستانیانو ته مقرر وخت كښې پاسپورټ نه ترلاسه كيدو ای میل [email protected] رسید لېږلو سره ګيلې درج كولې شي۔د دورے په موقع سنټرز كښې موجود سمندر پورې غا??ه پاكستانیانو د نادرا كاركردګی وستائله ، د كورنيو چارو وزير په ښه پرفارمنس د نادرا سټاف له شاباش وركړو،ده د پاسپورټ او نادرا عملے د كمې نوټس اخستلو سره د عملے كمیې پوره كولو لپاره د موثره سټاف مینجمنټ امر وكړو۔ محسن نقوی د پاسپورټ او نادرا سنټرز عملے سره ملاقات كړې او سمندر پورې غا??ه پاكستانیانو له د پاسپورټ په مقرره وخت كښې د جاري كولو سپارښتنه ئې وكړه۔برتانیه كښې د پاكستان هائی كمشنر ډاكټر محمد فیصل هم د كورنيو چارو وزير سره ؤ۔
د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوی لندن كښې د پاسپورټ او نادرا سنټرز دوره، سمندر پورې غاړه پاكستانیانو له ارجنټ پاسپورټ په 7 ورځو كښې د جاری كولو امر
Amazon Kingdom Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن