اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي پاكستان كښې د سعودي سرمايه ك??رۍ او تجارتي او ستراټېژېكي شراكتدارۍ سره به نوې دور پېل شي٬د سعودي عرب سرمايه ك??رۍ په اړه د پروژو بشپړولو به پخپله نګراني كوم٬په نړيوالو سرمايه ك??رۍ منصوبو په اړه به هېڅ ډول بېغوري ونه زغملي شي۔د دې منصوبو تر بشپړولو به د نړيوال شهرت لرونكو پوهانو خذمات ترلاسه كولې شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي پلاوي د پاكستان اوسنۍ دورې او په بېلو څانګو كښې د سعودي سرمايه ك??رۍ په اړه د اعلٰی پاې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد اسحاق ډار، خواجه محمد آصف، جام کمال خان، احد خان چیمه، عطاء اللہ تارړ، رانا تنویر حسین، احسن اقبال، سالک حسین چوهدری، سردار اویس خان لغاری، عبدالعلیم خان، ډاكټر مصدق ملک، وزیرِ مملکت شزہ فاطمه خواجه، خاص مرستيال طارق فاطمی، ډپټي چیئرمین پ??اننګ کمیشن محمد جهانزیب خان، د قامي اسمبلۍ غړي بلال اظهر کیانی، رومینه خور??ید عالم، د وزیرِاعظم کوارډینیټر رانا احسان افضل او اړوند اعلی چارواكو ګډون كولو۔غونډه په بېلو څانګو كښې د سعودي پلاوي د سرمايه ك??رۍ خوښۍ لرلو او د پاكستان د اړخه د منصوبو وړاندېز په اړه خبر كړې شوه۔۔وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د سعودي سرمايه ك??رۍ او تجارتي او ستراتېژېكي شراكتدارۍ نوے دور پېل شوے۔د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان مننه كوم د هغه د خاص پام لرنې په سبب د پاكستان سعودي عرب د سرمايه ك??رۍ او تجارتي اړيكو نوے دور پېل شو۔ده ووئيل پاكستان او سعودي عرب د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې لري٬سعودي عرب په هر مشكل وخت كښې د پاكستان مرسته كړې۔ده ووئيل د هېواد پرمختګ او څوكالۍ هدف سر كولو له هر ممكن اقدامات به كولې شي۔وزيراعظم ووئيل د سعودي سرمايه ك??رۍ په اړه د پېشرفت به په خپله جاج اخلم او په دې حقله به هېڅ قسم بيغوري قبلولې نه شي۔
پاكستان كښې د سعودي سرمايه كارۍ او تجارتي او ستراټېژېكي شراكتدارۍ سره به نوې دور پېل شي٬د سعودي عرب سرمايه كارۍ په اړه د پروژو بشپړولو به پخپله نګراني كوم۔وزيراعظم شهباز شريف
7's luck entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری