کراچۍ 20 فروري(اے پي پي) وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي وئ??لي دي د ټولنې په پرمختګ كښې د استاذانو كردار مهم دے۔ دې دا خبره د نهې په ورځ د “بهبود ګرلز كالج اېنډ هائر سېكنډري سكول” ??ر سېوري لاندې په ??هبود اېسوسي اېشن كراچۍ كښې د استاذانو ورځ په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل د استاذانو ستائنه ډېره ضروري ده٬ دوي د زده كوٶنكو ځالانده سباٶن لپاره ډېره خواري كوي۔ ثمينه علوي ووئيل د يو قام په ??ېث مونږ د شرح خواندګۍ د كمي چېلنج سره مخ يو٬ د مېرمنو د خواندۍ شرح د ناريناٶ په مقابل كښې كمه ده۔ دې ووئيل صدر مملکت په ??عليم كار كوي۔ دې په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې 26 مېليونه نه زيات ماشومان په ??كولونو كښې داخل نه دي ۔ دې ووئيل مونږ له په ګډه كار كول دي ځكه چې بابائے قوم هم د انجونو د تعليم خبره كړې وه۔ دې ووئيل زمونږ اولس د صلاحيتونو خاون دے٬ د تعليم په نظام دې نظر ثاني وكړې شي ٬ دې ووئېل بايد مونږ د خپلو ماشومانو اقدارو او كردار سازۍ ته پام لرنه وكړو۔ په دې موقع دې ووئيل بهبود اېسوسي اېشن له د خاص كسانو لپاره هم كار كول پكار دي
د ټولنې په پرمختګ كښې د استاذانو كردار مهم دے۔ وړومبۍ مېرمن ثمينه عارف علوي
Win-win fish, shrimp and crab official entertainment link
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر