اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د معدنيات څانګه په مجموعي معاشي پرمختګ كښې د كليدي كردار ترسره كولو صلاحيت لري، د معدنيات څانګې پرمختګ لپاره د ليګل فرېم ورك جوړولو لپاره د اقداماتو ګړندي كولو ضرورت دے. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د معدنيات څانګې پرمختګ لپاره د فرېم ورك جوړولو په لړ كښې د لوړې پاې غونډه وشوه. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل د معدنيات څانګه بشپړ صلاحيتونه لري او په دې څانګه كښې په سرمايه كارې زړه راښكونكې منافع ګټلې كېدې شي. ده ووئيل د معدنيات څانګه د هېواد په مجموعي معاشي پرمختګ كښې هم مهم كردار ترسره كولې شي. ده ووئيل د وفاق او صوبو ترمېنځه د دې څانګې پرمختګ لپاره د اقداماتو مربوط كولو ضرورت دے. ده هدايت وكړو چې وفاقي او صوبائي حكومتونه دې په دې لړ كښې زر تر زره فوكل پرسن په ځائ كړي چې دغسې د فرېم ورك عملي كېدو څارنه وكړې شي. وزيراعظم ووئيل د معدنيات څانګه په مجموعي معاشي پرمختګ كښې د كليدي كردار ترسره كولو صلاحيت لري. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شوكت ترين، محمد حماد اظهر، اسد عمر، د تجارت سلاكار عبدالرزاق داٶد، خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، ډي جي اېف ډبليو او او د وفاقي او صوبائي حكومتونو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو.
د معدنيات څانګه په مجموعي معاشي پرمختګ كښې د كليدي كردار ترسره كولو صلاحيت لري. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا