اسلام آباد 15 اپریل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي حكومت به د اولسي ښېګړی او څوكالۍ لپاره كار كوي او مسئلې به حل كوي٬پخواني حكومت په سمدستي توګه په پیټروليم مصنوعات سبسډي وركړې خو د رېليف لپاره يې مالي وسائل نه دي بیل كړي٬ دا وړومبۍ مياشت ده د روژې چې پكښې په اوړو سبسډي نه ده وركړی شوې٬مونږ په وګړو بوج نه شو اچولے ځكه مونږ د پېټروليم مصنوعاتو بيعه كښې د زياتوالي سمري مسترد كړې ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پی ډي اېم په مشرۍ كښې د پارليماني غړو په درناوي كښې د روژه ماتي مېلمستياﺀ ته وېنا كښې وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ د اوګرا د پیټروليم مصنوعاتو بيعه كښې د 21 روپو او د نورو پیټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې د 50 روپو زياتولو سمري مسترد كولو سره وئېلي دي حكومت به اولس له رېليف وركوي۔ده ووئيل دا د روژې وړومبۍ مياشت ده چې پكښې تېر حكومت په اوړو سبسډي نه ده وركړې٬مونږ په وګړو نور بوج نه شو اچولے ٬وزيراعظم ووئيل د پېټروليم مصنوعاتو د بيعو په حقله حقائق به اولس ته په ډاګه كوو۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې حكومت به د اولسي ښېګړی او څوكالۍ لپاره كار كوي او د هغوي مسئلې به حل كوي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د اپوزېشن اتحاد په شپه ورځ محنت كولو عمران احمد خان نيازي له ماتې وركړې٬په حكومت كښې د شاملو ګوندونو اتحاد په مشاورت سره مخ په وړاندې بوځوو۔وزيراعظم په ټاكلے كېدو د اتحادي ګوندونو مننه كولو سره ووئيل زه د اتحادي ګوندونو پارليماني غړو سره په رابطه كښې يم۔ده ووئيل د كابينې د غړو نامو اعلان به په دوه پړاؤنو كښې كولې شي۔د كابينې د ابتدائي نامو اعلان به زر وكړے شي دغسې په دوهم پړاؤ كښې به په يو څو ورځو كښې د كابينې د نورو وزيرانو نامې اعلان كړی شي۔محمد شهباز شريف ووئيل وزيراعظم هاؤس په پاكستان هاؤس بدل كړے شوے٬دې سره به د ټولو صوبو افسرانو ته دلته د خذمت ترسره كولو موقع ترلاسه شي۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ سپيكر او د آزاد جمو كشمير وزيراعظم د استعفٰی ګانو سمري صدر مملكت ته لېږلې شوې٬د روژه ماتي په مېلمستياے كښې د پي ډي اېم او د حكومتي اتحاد لارښودو مولانا فضل الرحمان، بلاول بھټو زرداری، اختر مینګل، خالد مقبول صدیقی، محمود خان اچکزئۍ، محسن داوړ، مریم اورنګزیب، احسن اقبال، شاہ زین بګټي او نورو ګډون كولو
حكومت به اولسي ښېګړې او څوكالۍ لپاره كار كوي٬د اوګرا د پیټروليم مصنوعات بيعه كښې د زياتوالي سمري مسترد كړی شوې۔وزيراعظم شهباز شريف د پي ډي اېم په درناوي كښې د روژه ماتې مېلمستياﺀ ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ