اسلام آباد 20 جون (اے پي پي)د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي چې د يونان بېړۍ په پیښه كښې د ګڼ شمېر ځانونو په زيان غم جن يو٬ټول پاكستانې قوم د ځپ??يو كورنيو په غم كښې برابر شريك دې۔ د نهې په ورځ په جاري شوي بيان ك??ې ده ووئيل چې د هرې ځپ??ې كورنۍ داستان ??ړد رسوؤنكے دے۔ قمرزمان كائره ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې پاكستاني ځوانان د روزګار په لړ كښې سختو ستونزو سره مخ دي٬اوورسيز زمونږ قيمتي اثاثه ده٬د هنرمندانو لپاره اروپا كښې د ملازمتونو ښه موقعې موجود دي٬د شارټ كټ لارو خپلولو په ځا?? دې ځوانان هنر زده كړي او په سمه لاره دې بهرني هېواد ته لاړ شي۔ قمرزمان كائره ووئيل چې زما ځوانانو ته خواست دې چې بهرني هېوادونو ته تللو لپاره سمه او محفوظ لار خپله كړي ۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځا?? او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔
د يونان بېړۍ په پیښه كښې د ګڼ شمېر بشري ځانونو په زيان غم جن يو٬ټول پاكستانې قوم د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك دې۔ قمرزمان كائره
Scroll Love Scroll Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا