اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي( د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د سعودي سفير نواف بن سعيد المالكي د جمعې په ورځ په سپيكر هاٶس ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د سعودي سفير سره په خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان سعودي سره خپلو اړيكو ته ډېر د قدر په سترګه ګوري. د دواړو هېوادونو ترمېنځه د هذهب، احترام، عقيدت او ورورولې رشته ده او مونږ سعودي سره په دوستې وياړ كوو. ده ووئيل د اسلامي امت د چېلنجونو مخ نيوي لپاره يووالے د وخت مهم ضرورت دے.
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری