اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كركټ قامي لوبډلې كپتان بابراعظم ته د اسټراليا په ضد په دوېم ټېسټ مېچ كښې په ورلډ كلاس لوبه٬ كېپټن اننګ كولو او لوبډلې ته په مېچ كښې په” فائټ بېك” كولو مباركي وركولو سره ووئيل چې د بده مرغه ما په يو بل محاذ د مېچ فكسنګ په ضد د جنګ له امله مېچ ونه كتلې شو، په دې محاذ زما لوبغاړو ته لالچ وركولو لپاره غټ رقم كارول كېدو۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم د آسټراليا په ضد په دوېم ټېسټ مېچ كښې کپتان بابراعظم ته په زړه پورې کيپټن اننګ او ورلډ کلاس لوبه كولو سره په مېچ كښې په زبردست فائټ بېك كولو ده مباركي وركړه۔ وزيراعظم د قامي لوبډلې رضوان او د عبدالله شفيق پشمول ټولې ډلې له په ښه مقابله كولو هم مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج