اسلام آباد۔5 اپرېل(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د پاك المان اړيكو لا مستحكمولو او دې ته وده وركولو له به د زده كړو، د زده كوؤنكو د تبادلې پروګرامونو او د قانون حكمرانۍ په څانګو كښې همكاري كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په ازبكستان كښې د نارډ اډیناؤر فاؤنډېشن ریجنل ډائرېکټر ډاکټر ایلنور زینون سره ملاقات كښې وكړه۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو لا پياوړتيا او دې ته وده وركولو له د زده كړو، د زده كوؤنكو د تبادلې پروګرامونو او د قانون سرلوړۍ په څانګو كښې د همكاري كولو په حاجت زور راوړو۔ ډاكټر اېلنور زېنو دا مهال په تاشقند ازبكستان كښې کونارډ اډیناؤر فاؤنډیشن كښې سوئيلي لوئيديزې آسيا لپاره د رېجنل ډائرېكټر په حېث كار كوي۔ کونارډ فاؤنډېشن په آسيائي هېوادونو كښې د پارلیمانی اړيكو او د قانون سرلوړۍ ودې له كلونو څخه كار كوي۔
پاك المان اړيكو ته وده وركولو له به د زده كړو او د قانون حكمرانۍ په څانګو كښې همكاري كول وي٬ د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina