اسلام آباد۔1مئی (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدي فواد حسېن وئيلي دي د مئي اولنۍ ورځ د خواري كښو ورځ ده كوم چې د نړۍ نه خپل جائز حقونه غواړي۔ د خواري كښې طبقې پرمختګ او د دې د حقونو تحفظ د ټولنې د اجتماعي پرمختګ او اولسي سوكالۍ ضمانت وركوي۔د خالي په ورځ د مزدورانو ورځې په موقع خپل پېغام كښې هغه ووئيل د مزدورانو او وروستې پاتې طبقې په ژوند كښې بدلون راوستل د وزيراعظم عمران خان مشن دے۔ عمران خان په نهره خېټه په سړكونو شپه اړونكو له د پناه ځايونه او لنګرخانې جوړولو سره هغوي د رياست مېلمانه جوړ كړل۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د كورونا وبا په مهال هم وزيراعظم عمران خان د مزدور پېشی ته خاص پام ګرځولے۔ هغه ووئيل روغتيا او روزګار دواړو ته اهميت وركولو سره د مزدورانو خېر ښېګړې له ګامونه پورته كول د هغه اولنۍ ترجيح ده۔ هغه ووئيل د احساس پروګرام او د هاؤسنګ څانګې پرمختګ له پورته كړې شوې ګامونه د وزیراعظم عمران خان مزدورانو ته د زړه نه د نزدې پاتې كېدو ښكاره ثبوت دے۔
د مزدورانو او وروستې پاتې طبقې په ژوند كښې بدلون راوستل د وزيراعظم عمران خان مشن دے۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔