اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د سياسي چارو خپل صلاحكار او چيف وهيپ ملك عامر ډوګر ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال په قامي اسمبلۍ كښې تېره ورځ غونډه او په قانون سازۍ خبرې شوي۔ وزيراعظم عمران خان د كوڼډ او د اتحادي ګوندونو د غړو د هېواد په مهمو چارو او په سپليمنټري فنانس بل منظورولو مننه كړې او د ملك عامر ډوګر د هلو ځلو ئې ستائنه كړې ۔ وزيراعظم په غونډه كښې د غړو په ګډون او د قانون سازۍ پحقله د كاركردګۍ رپورټ هم طلب كړے۔ د دې نه علاوه وزيراعظم عمران خان د هېواد پرمختګ لپاره د پارلمان كردار قوي كولو او د موثره قانون سازۍ په اهميت زور رواړے۔ وزيراعظم عمران خان غړو ته د خپلو سيمو مسئلو حل ٬ پرمختيائي بجټ وركولو او د اولس د خېرښګړې منصوبې په ټاكلې موده كښې د بشپړولو امر هم كړے
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب