شهباز شريف د 25 اربه روپو كرپشن ځواب وركولو په ځاے پرله پسې دروغ وئيل د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسين ميډيا سره خبرې


APP71-290921 ISLAMABAD: September 29 – Chaudhary Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting and MoS I&B Farrukh Habib talking to media. APP

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي شهباز شريف د 25 اربه روپو كرپشن ځواب وركولو په ځاے پرله پسې دروغ وائي، كوم مال چې هغه غلا كړے هغه زمونږ ذاتي نه د پاكستانيانو دے،دروغ وئيل د شريفې كورنۍ عادت دے، دوه ورځي وړاندې هم جعلي خبرونه چلولې شوي ، لندن ته د سلمان شهباز په ضد كيس حكومت نه دے ليږلے، په دې كيس كښې پلټني د برتانيې نېشنل كرائم ايجنسۍ په خپله كړي ، د بې بنسټه خبرونو چلوونكو مخونه ټول پيژني، د شهباز شريف په ضد په پاكستان كښې دوه مقدمي روانې دي ، نيب لاهور د 7 اربه 32 كروړه كيس دائر كړے دغسې دويم كيس د 25 اربه روپو د كرپشن دے، د العربيه او رمضان شوګر ملز د لارې 25 اربه روپۍ مني لانډرنګ شوے،مونږ دا غوښتنه كوو چې د دغه كيسونو سماعت د ورځي په بنياد وكړے شي،زمونږ ذاتي مال نه د قام مال لوټ شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب هم موجود ؤ۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د مسلم ليګ (ن) لارښود شهباز شريف نن يو اوږد پريس كافرنس كړے او هغه پرله پسې دروغ وئيل،دروغ وئيل د شريفې كورنۍ عادت دے ٬ هغوي چرې هم رښتيا نه دي وئيلي۔ده ووئيل په لندن كښې د سلمان شهباز او ذوالفقار احمد د اكاؤنټس پلټني د برتانيې نېشنل كرائم ايجنسۍ په خپله كړي،په دې كښې د حكومت كوم عمل دخل نشته، دغه كيس نه خو د پاكستان حكومت د اړخه جوړ شوے او نه په دې كښې شهباز شريف شامل دے، په دې اړه دوه ورځي وړاندې فيك نيوز چلولې شوي، په دغه بې بنسټه خبرونو كښې چې كوم مخونه ككړ دي هغه ټوله نړۍ پيژني۔ ده ووئېل دا فيك نيوز د منفي ډنډورې برخه وه۔ ده ووئيل د برتانيې ادارې زمونږ يونټ سره په رابطه كولو د هنډۍ د لاري د لېږلې شوو روپو تفصيلات غوښتي وو۔ ده ووئيل كله چې پلټني پيل شوې نو نو معلومه شوه چې د العربيه او رمضان شوګر ملز څخه يو منظم مني لانډرنګ نيټ ورك چلولے كيږي۔ 2008ء نه تر 2018ء په لسو كلونو كښې 57 مشتبه اكاؤنټس څخه 25 اربه روپۍ مني لانډرنګ شوے۔ په دې اكاؤنټس كښې اكثريت په دغه شوګر ملونو كښې د كار كوونكو ملازمانو په نامه جوړ شوي وؤ۔ د اطلاعات وزير ووئيل په 2016-17ء كښې د العربيه مل نائب قاصد ملك مقصود په نامه جوړ شوي اكاؤنټ كښې 3.7 اربه روپۍ راغلې، د فرنيچر دوكاندار حاجي نعيم په نامه جوړ شوي اكاؤنټ كښې 2.8 اربه روپۍ راغلې،دغه اكاؤنټس د 2008ء او 2010ء ترمينځه چليدل۔ د مشتاق چينو والا ډرائيور محمد وارث په نامه وارث انټر پرائز كمپني جوړه شوې ، په دې اكاؤنټ كښې 2.5 اربه روپۍ راغلې،دغسې مل كښې د كار كونكي نائب قاصد محمد اسلم اكاؤنټ كښې 1.75 اربه روپۍ ، د اظهر عباس اكاؤنټ كښې 1.67 اربه روپۍ، د رمضان شوګر مل كلرك غلام شبير او خضر حيات اكاؤنټ كښې پرله پسې 1.57 اربه روپۍ او 1.42 اربه روپۍ ، د قيصر عباس نومي كس په اكاؤنټ كښې 1.37 اربه روپۍ ، د رمضان شوګر مل نائب قاصد ګلزار خان په اكاؤنټ كښې 28 اربه روپۍ، د سيد محمد اكبر په اكاؤنټ كښې 1.25 اربه روپۍ راغلي ۔ده ووئېل دغه اكاؤنټس په وحدت روډ لاهور كښې د مشتاق چيني والا دفتر څخه جوړ شوي كوم كښې چې شكمنه آئي ډي استعمال كړې شوې ۔ دغسې د اقرار حسين په اكاؤنټ كښې 1.18 اربه روپۍ، د انوار په اكاؤنټ كښې 880 مليونه روپۍ، د رمضان شوګر مل كلرك محمد ياسين په اكاؤنټ كښې 715 مليونه روپۍ، د محمد مشتاق چيني والا په اكاؤنټ كښې 555 مليونه روپۍ، د رمضان شوګر ملز سيلز منيجر فقير الدين په اكاؤنټ كښې 56 كروړه روپۍ، د رمضان شوګر مل اكاؤنټنټ ظفر اقبال انجم په اكاؤنټ كښې 52 اربه روپۍ، د رمضان شوګر مل ملازم تنوير الحق په اكاؤنټ كښې 52 كروړه روپۍ، د دې مل كلرك كاشف مجيد په اكاؤنټ كښې 461 مليونه روپۍ او د مسعود انور په اكاؤنټ كښې 230 مليونه روپۍ راغلي ۔ وفاقي وزير ووئيل دا يو اوږد لسټ دے ،په دې لسو كلونو كښې چې څه شوي نن د هغې د نتيجو سره مخ دوي دي، نن هم د دغه كرپشن په وجه د ډالر بيعه زياته شوې۔ده ووئيل دا ټول ټرانزيكشنز بېنكونو څخه شوي، دا يو دستاويزي ثبوت دے۔ده ووئيل په 7 اربه 32 كروړه روپۍ نيب ريفرنس كښې شهباز شريف د دغه وارډ ټي ټيز كړي ، د نصرت شهباز په اكاؤنټ كښې 26 شكمند ټي ټيز راغلي د كومو ماليت چې 1.9 ميليونه ډالره ؤ۔دغسې د حمزه شهباز په اكاؤنټ كښې 181 ميليونه روپۍ او د 23 جعلي ټي ټيز څخه 2.98 ميليونه ډالر راغلي ۔ د سلمان شهباز په اكاؤنټ كښې د 18 ميليونه ډالرو 22 جعلي ټي ټيز راغلي ۔ ده ووئيل د برتانيې او يو اے اي څخه چې په كومو نامو دا ټي ټيز راغلي په هغې كښېد پنډ دادن خان پاپړ خرڅونكي كس منظور احمد، يو اے اي كښې د يو دكان سيلز مين رميز شاهد، د پتوكي ذيشان جاويد، ګوجرانواله كښې د سكريپ ډيلر اظهر مغل، فيصل آباد كښې د سيلز مين رانا ظهير بشمول د حيدر آباد سيلز مين عدنان انور شامل دي۔ دا ټول ټي ټيز د سلمان شهباز، حمزه شهباز، نصرت شهباز او شهباز شريف په نامه راغلي ۔ده ووئيل مسز رابعه عمران د 0.75 ميليونه ډالره 10 مشتبه ټي ټيز وصول كړي دغسې جويريه علي 0.28 ميليونه امريكائي ډالر د ټي ټيز وصول كړي۔چوهدري فواد حسين ووئيل شهباز شريف په خپل پريس كنفرنس كښې بايد د دغه مشتبه اكاؤنټس څخه د شوو ټي ټيز ځواب وركړے ؤ۔ده ووئيل دغه كسانو د اولس مال لوټ كرے، دغه روپۍ د عمران خان او زمونږ ذاتي روپۍ نه دي بلكه د اولس دي۔ چوهدري فواد حسېن ووئېل مونږ چې كله هم د احتساب خبره كوو نو د هېواد د وګړو د لوټلې شوو روپو د ستنولو خبره كوو، دا مهم پراسيس دے ، په دې كښې خنډ دا دے چې دا مقدمي د ورځي په بنياد نه كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل شهباز شريف پخپل پرېس كنفرنس كښې د نيب ډائريكټر جنرل سليم شهزاد د برتانيې دورې بيا بيا ذكر كړے۔ده ووئيل د هغه دوره په يو كورس كښې ګډون لپاره وه،د برتانيې حكومت پاكستان كښې نيب او اېف آئي اے افسرانو له په دې كورس كښې د ګډون كولو بلنه وركړې وه۔دې څخه وړاندې وفاقي وزير ووئيل نن وزيراعظم له دوه مهم پريزنټيشنز وركړې شوي،مونږ به شريكي غونډي ته انتخابي اصلاحات وړاندې كوو،د شريكې غونډې منظورۍ نه پس به اصلاحات حتمي شي، مونږ د يو كال راهسې هڅي كوو چې د اپوزيشن سره بخرې اترې وكړو او دا اصلاحات مخ په وړاندې بوځو،زمونږ هڅي اوس هم رواني دي۔ده ووئيل د وخت د كمي په وجه شريكه غونډه رابلو دغسې چې په انتخابي اصلاحات جامع قانون سازي وكړې شي۔ ده ووئيل د خزاني وزير شوكت ترين د سېنېټ غړي جوړولو پريكړه شوې ، د پارلماني چارو وزارت

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس