اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې پاكستان د كوټلې نمو په لسيزه كښې داخل شوې دې،راروانو لسو كلونو كښې آمدن كښې خليج كم شي ، د روزګار موقعې به زياتې شي دغسې انساني پرمختګ به زيات شي ۔ په ټويټر جارې شوې خپل ټويټس كښې د خزانې وزير ووئيل كورونا نه پس د معمول ژوند پلو راتلونكو هېوادونو په اړه اكانومسټ په فهرست كښې پاكستان په دريم لمبر دې۔نړۍ كښې كوم هم هېواد ته دا كاميابي نه ده ترلاسه۔ د خزانې وزير ووئيل پاكستان كښې معاشي او د معمول ژوند د بحالۍ عكاسي مالي كال 2021 كښې 5.37 فيصده نظرثاني شوې مجموعي قومي پيداوار(جي ډي پي) كښې نمو څخه هم كېږي۔دا تيرو 14 كلونو كښې په دويم ځل د پاكستان معيشت ښه كارګردګي ده۔د خزانې وزير ووئيل پاكستان د ډھانچه جاتي اصلاحات او كوټلې نمو پلو مخ په وړاندې روان دې۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں