اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د خَزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي حکومت په آټومېشن باور لري او په دې لړ كښې پېشرفت روان دے٬ انډر او د اوور انوائسنګ پشمول په سپېځلي ټېكس وصولۍ كښې آټومېشن کليدي کردار لوبولے شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د اېف بي آړ په هېډكوارټر كښې په هوائي مېدانونو او بندرځايونو د كرنسي ډېكليئرېشن نوې اټومېټك نظام پرانستې په موقع وكړې۔ په دې موقع د نادرا چيئرمېن طارق ملك او د اېف آئي اے ډي جي ثناء اﷲ عباسي هم موجود وٶ۔ د دې نه وړاندې د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په بټن وهلو د اټومېټك نظام پرانسته وكړه۔ ده ووئيل زمونږ په هېواد كښې د ګنجائش له مخې ټېكس نه وركړے كېږي٬ اوس مونږ د اټومېشن د لارې هغه خلقو ته رسوٶ۔ د خزانې وزير ووئيل د ټېكس نظام فعاله او موثره جوړول او زرمبادله مونږ لپاره د كليدي اهميت وړ څانګې دي او په دې كښې مونږ له مخ په وړاندې تلل دي، ده ووئېل په ماضي كښې د فارن ايکسچينج هېڅ ډاکومينټېشن نه ٶ٬ دا مهال هم انډر او اوور انوائسنګ كېږي ٬ د دې مخنيوي لپاره اېف آئي اے ښه كار كوي۔ د دې نه وړاندې د اېف بي آر چيئرمېن د كرنسي ډيکليئرېشن په نوي اټومېټك نظام بريفنګ وركړو
حکومت په آټومېشن باور لري او په دې لړ كښې پېشرفت روان دے۔ شوکت ترين
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی