پېښور 12 فروري (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو ري پولنګ لپاره ټول انتظامات ترسره شوي دي، پولنګ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي. د ټاكنو كميشن سپېشل سېكرټري ظفر اقبال حسېن د خېبر پښتونخوا صوبائي الېكشن كمشنر محمد رزاق سره يو ځائ د پېښور د بېلا بېلو پولنګ سټېشنو دوره وكړه او د انتظامات جائ ئې واخستو. دوي په آفريدي ګړهي او قادر آباد كښې د پولنګ سټېشنو د انتظاماتو جاج واخستو. دوي پولنګ عملې او پوليس چارواكو سره ليدنه وكړه او دوي ته ئې خپله وظيفه په ښه ډول د ترسره كولو هدايت وكړو. پولنګ به سهار د 8 بجو نه د ماښام تر 5 بجو د كومې وقفې نه بغېر روان وي.
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر