اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ګرد هېواد كښې د سکرين ټورازم ودې په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي ګرده نړۍ كښې سكرين ټورازم مهم مقام ترلاسه كړے٬ د سكرين ټورازم د لارې نه يوازې مونږ خپلې قيصۍ بيانولې شو بلكې خپل كلتور او معاشرتي دود دستور ته وده هم وركولې شوو۔ دا خبرې دې د شورو په ورځ د پي ټي وي فلم او فاطمه جناح ووېمن يونيورسټۍ ترمېنځه د”نقش ډيجيټل فلم” لپاره د تفاهم د يادښت لاسليك دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې ووئيل د بده مرغه د پاكستان فلمي صنعت سختو حالاتو سره مخ شوے٬ د شپېته په لسيزه كښې پاكستان په سوئيلي آسياء كښې د فلم سازۍ په لحاظ سره د لوي هېواد سره سره د خپل ګاٶنډي هېواد په مقابل كښې د فلمي صنعت لوي پروډيوسر هېواد ٶ۔ دې ووئيل پاكستان كښې په ديرېش څلوېښت كالو كښې فلمي صنعت نزدې ختم شوے ٶ او په تېرو لسو كالو كښې دا صنعت بحالۍ پلو روان شوے۔ دې ووئيل په كال 2018 كښې د پاكستان 70 مې سالګرې په موقع فلم اېنډ كلتور پاليسي اجراء شوې، دا پاليسي د پاكستان په 70 كلن تاريخ كښې په وړومبي ځل جوړه كړې شوې٬ دا زمونږ يو نامكمل ټاسك ٶ كوم چې مونږ په اپرېل كال 2022 كښې بيا شروع كړو۔ وفاقي وزيرې ووئېل د ”نقش ډيجيټل فلم” پروګرام په كاميابۍ سره په اجرا فاطمه جناح وويمن يونيورسټۍ ټولې ډلې له مباركي وركوم۔ وفاقي وزيرې ووئيل د پاكستان حکومت ”فلم فنانس فنډ” جوړوي چې پكښې به ځوانانو فلم سازو ته آسانه رسنه ترلاسه وي او د دې فنډ د لارې به ځوانانو ته د پور په ځائ ګرانټ وركولې شي او په دې فنډ كښې کارپوريټ سيکټر هم په وړومبي ځل انګېج كړے شوے ٬ هره يوه کارپوريټ لسټډ کمپني به فلم جوړولو لپاره دې فنډ كښې برخه اخستې شي او دې څخه ترلاسه كېدونكې آمدن به د ټېكس نه مستثنيٰ وي۔ مريم اورنګزېب ووئيل پاکستان كښې د فلمي صنعت لپاره كېمرے ، آلات، د سينما آلات پشمول د نور سامان په درآمد به هم هېڅ ټېكس او امپورټ ډيوټي نه وي او د دې نه علاوه په نوې سنيما ګهرو به تر لسو كالو ټېكس نه وي۔ دې ووئيل پېنډۍ٬ لاهور او كراچۍ كښې نوموړو سنيما ګهرو ته د لېنډماركس حېثيت ترلاسه ٶ۔ دې ووئيل د پاكستان فلم پاليسۍ پحقله تول معلومات د وزارت په وېب پاڼه موجود دي۔ د اطلاعات وزيرې ووئيل دا يوازې د پاليسۍ اعلان نه بلكې په دې عملدرآمد هم روان دے۔ دې ووئيل د فاطمه جناح يونيورسټۍ لخوا د نقش ډيجيټل فلم غونډې اقداماتو سره به فلمي صنعت ته وده ترلاسه شي او د پاكستان مثبت تشخص به رامخې ته شي۔ دې ووئيل پي ټي وي سره چې كوم انفراسټركچر موجود دے ھغه كوم بل چېنل نه لري٬ پي ټي وي يو نړيوال براډ کاسټر دے۔ دې ووئيل پي ټي وي او راډيو پاكستان به فاطمه جناح وويمن يونيورسټۍ دې پروګرام لپاره خپل پلېټ فارم وركوي۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو سېكرټري شاهيره شاهد د فاطمه جناح وويمن يونيورسټۍ اهلكارو او نورو هم ګډون كولو
ګرده نړۍ كښې سكرين ټورازم مهم مقام ترلاسه كړے٬ د سكرين ټورازم د لارې مونږ خپل كلتور او معاشرتي دود دستور ته وده وركولې شو۔ د مريم اورنګزېب دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا