اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د قومي روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټېل وئيلي دي چې يو اېس اېډ په پاكستان كښې وېكسي نېشن لپاره د 20 مليونه ډالرو لوظ كړے او د امريكې سېنټر فار ډيزيز كنټرول به هم په پاكستان كښې د رنځونو د ډېټا سنټر مظبوطيا لپاره د اداره صحت مرسته كوي. د نهې په ورځ د روغتيا وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې په امريكا كښې د پاكستان او امريكې ترمېنځه د روغتيا په څانګه كښې د مذاكراتو په موقعې وكړې. ده ووئيل چې پاكستان او امريكې د روغتيا په څانګه كښۍ د مرستې جاري ساتلو د عزم څرګندونه كړې ده. ده ووئيل چې د وبائي رنځونو او د روغتيا تحفظ د چېلنج مخ نيوي لپاره د پاكستان او امريكې شركت ډېر مهم دے. وفاقي وزير ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د روغتيا په څانګه كښې راتلونكي مذاكرات به په پاكستان كښې كېږي. عبدالقادر پټېل د امريكې لخوا د واكسين په شپږ كروړه پنځلس لكه خوراكونو او ماشومانو لپاره د يو كروړ شپېته لكه واكسين په خوراكونو وركولو د امريكې مننه وكړه. وفاقي وزير په امريكا ك ښې د پاكستاني سفير مسعود خان مرسته هم وستائيله
يو اېس اېډ په پاكستان كښې وېكسي نېشن لپاره د 20 مليونه ډالرو لوظ كړے. عبدالقادر پټېل
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری