اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې د هېواد آبادي زياتيدو سره سره د ډاکټرانو طلب هم زيات شوې، حکومت د هر چېلنج مخنيوي لپاره په چمتو دے حکومت د كوم هم چيلنج مخنيوي لپاره چمتو دې۔د نهې په ورځ پاکستان ميډيکل کمېشن د اړخه اېم ډي کيټ او اين ايل اي ايوارډ دستورې ته وينا كښې ده ووئيل اېم ډي کيټ او اين ايل اي مونږ ټول حمايت کوو،دې سره به ميډيکل تعليم كښې ښه والې راشي۔ده ووئيل د علم بنياد ښه كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل بايد نصاب نړۍ كښې د شوي بدلونونو له مخې جوړ شي چې پكښې جديد تحقيق شامل وي۔ده ووئيل تر څو چې زمونږ نصاب د وخت تقاضو له مخې نه وي د علم په ميدان كښې پرمختګ نه شي كيدې۔ده ووئيل حکومت د خپلو ذمه وارو څخه خبر دې، کورونا په وجه مونږ ستونزو سره مخ شوې يو چې له امله ئې يو كال امتحانات هم نه دې شوي خو بل كال مونږ زدكونكو لپاره زياتې آسانۍ وركړي خو دا ورته وئيلي شوې چې دا ځل به امتحانونه ضرور كيږي، مونږ د زيات تنقيد سره مخ شوې يو۔ده ووئيل دې څيزونو څخه دا ثابت شوې چې حقيقي بدلون راوستلي آسان نه دي۔ وفاقي وزير اېم ډي کيټ او اين ايل اي په جاري كولو پي اېم سي له مبارکي وركړه
د هېواد آبادي زياتيدو سره سره د ډاکټرانو طلب هم زيات شوې، حکومت د هر چېلنج مخنيوي لپاره په چمتو دے، وفاقي وزير شفقت محمود دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز