کراچۍ 26 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير عبدال??اد?? پټېل وئيلي دي چې د عمران خان په ميډيکل رپورټ كښې شراب او د کوکين اجزا موجود وو او په پتون كښې ئې يو قسم فرېكچر نه ٶ، په رپورټ كښې د عمران خان په ذهني صحت هم سواليه نشان دے۔ د جمعې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل عمران خان چې كله ونيولے شو نو په پمز كښې ئ ميډيكل وكړے شو كوم لپاره چې د سينئر ډاکټرز پشمول پنځه كسيزه بورډ جوړ كړې شوې ٶ۔ ده ووئيل عمران خان ته د عدالت لخوا د ترلاسه اميونټي له امله دا رپورټ وړاندې نه كړې شو خو اوس دا پبلك دستاوېز دے۔ ده ووئيل عمران خان چې پنځه شپږ مياشتې پلستر سره ګرځېدو ?? په ميډيكل رپورټ كښې ئې په پتون كښې يو قسم فرېكچر نشته۔ ده ووئيل په ھغه مهال د عمران خان د يورين سېمپل هم اخستې شوې او ابتدائي رپورټ كښې ئې شراب او د كوكين اجزا موجود وو۔ ده ووئيل د ډاكټرز پېنل له مخئ د ھغه په دماغي صحت هم سواليه نشان دے، رپورټ كښې وئيلي شوې دي چې د عمران خان حرکات او سکنات د يو صحت مند انسان غوندې نه دي۔ ده ووئيل چې تفصيلي رپورټ راشي نو ھغه به هم پبلك كوٶ۔ ده اولس ته ووئيل چې د مئي 9مې پېښو ثابت كړې ده چې دې كس ځوانان خپلې ګټې لپاره استعمال كړي، عمران خان د معاشرے روايات ويجاړ كړي، د ھغه جلسې له خ?? خلق ځي خو يو عزت دار سړے ھغه ته خپله كورنۍ كښې د خوراك بلنه نه وركوي۔ ده ووئيل دا كس د عدالت لخوا صادق او امين ګرځولے شوې ٶ اوس هر څه د ټولو په وړاندې راغلے دي
د عمران خان په ميډيکل رپورټ كښې شراب او د کوکين اجزا موجود وو، په پتون كښې ئې يو قسم فرېكچر نه ٶ۔ د صحت وفاقي وزير عبدالقادر پټېل پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria