اسلام آباد 19مئي (اے پي پي) د موسمياتو محكمې په هېواد كښې د ګرمۍ روانې چپې په شدت كښې كمې راتللو امكان څرګندولو سره وئيلي چې د هېواد په زياتره سيمو كښې د باران او سيلۍ امكان دې۔د موسمياتو محكمې له مخې د لويديزو د سيلۍ يوه سلسله په 19 مئي د زيارت په شپه بالائي سيمو ته داخليږي كومه به چې تر 24 مئي روانه وي۔د دې نوې موسمي نظام زير اثر سيمو كښې د طوفان ٬ سيلۍ او باران امكان دې۔ اسلام آباد، پينډۍ ، چترال، دير، سوات، مانسهره، كوهستان، ايبټ آباد، هري پور، پېښور ، صوابۍ، نوښار ، كرم، كوهاټ، وزيرستان، بنوں، ميانوالي، سرګودھا، خوشاب، اټك، چكوال، جهلم، حافظ آباد، سيالكوټ، نارووال، لاهور، شيخوپوره، فيصل آباد، جھنګ، كشمير او ګلګت بلتستان (استور، غذر، ګلګت، ديامر، هنزه او سكردو) كښې د سيلۍ او طوفان سره د باران امكان دې۔
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے