اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) پاکستان به د هند په غېر قانوني قبضه كښې د جمو و كشمير خاص حېثيت ختمولو د غېر قانوني٬ غېر اخلاقي او د غېر آئيني اقدام غندنه كوي او د هندي پوځ د محاصرې په درېو كالو ترسره كېدو به پنځم اګست د استحصال ورځې په توګه لمانځي٬ حکومت د استحصال ورځې په موقع مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د سېمينارز او کنفرنسز پشمول د يو شمېر پروګرامونو اهتمام كړے او د كشميريانو په ملاتړ كښې به ګرد هېواد كښې لاريونونه هم كولې شي چې پكښې به د هر طبقه فكر خلق په بشپړه توګه ګډون كوي٬ ټول قام به خپلو كشمريانو وروڼو له دا پېغام وركوي چې د پاكستان اولس به د ??وي د خپلواكۍ حق سپېځلو هلو ځلو او د هندي ځواكونو د ظلمونو په ضد عمرله ??وي سره ولاړ وي٬ د لائن آف کنټرول په دواړو اړخونو او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان به د پنځم اګست كال 2019 د هند غېر آئيني اقدام غندنې لپاره د استحصال ورځ لمانځ??۔ ګرد هېواد كښې به د ټولو سياسي ګوندونو كاركنان د لاريونو او نورو هلو ځلو د لارې د مقبوضه كشمير د بې ګناه اولس په ضد د هند د رياستي ترهګرۍ په خلاف احتجاج كوي٬ د سول سوسائټۍ تنظيمونه به د كشميريانو په ضد د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو رامخې ته كولو لپاره سېمينارز او نور پروګرامونو هم كوي۔ ?? استحصال ورځې په موقع به ګرد هېواد كښې يوې دقيقې لپاره خاص خا??وشي اختيارولې شي، ټرافېك به يوې دقيقې لپاره ايسارولې شي او سائرن به غږولے شي۔ ?? يوې دقيقې د خا??وشۍ نه پس به په پاكستان راډيو او د پاكستان ټېلي ويژن پشمول د الېكټرانك ميډيا په چېنلز د پاكستان او جمو و كشمير قامي سرودونه غږولې شي۔ په دې مهال به د اسلام آباد او د صوبائي سرښارونو په مهمو سترو لارر د كشميريانو حالت زار رامخئ ته كولو لپاره په مقبوضه کشمير كښې د قابضو ځواكونو لخوا كېدونكي ظلمونه رامخې ته كولو لپاره پوسټرز او بل بورډز لګولې شي٬ د اګست په پنځمه نيټه كال 2019 كښې د مودي په مشرۍ كښې د بي جے پي حكومت د هند آئين آرټيكل 370 او 35A ختم كړے ٶ د كوم له مخې چې كشمير ته خاص حېثيت وركړے شوے ٶ
پاكستان به د كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره 5 اګست د استحصال ورځې په توګه لمانځي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری