اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی)خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي پاكستان به په افغانستان كښې امن لپاره بشپړه مرسته روانه ساتي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې دي٬په هېواد كښې تر كافي حده ترهه ګري ختمه كړې شوې٬مونږ امريكې سره د برا??رۍ په بنياد اړيكې غواړو٬د پاكستان نوم به ?? اېف اے ټي اېف د ګرے لسټ نه ويستلو لپاره هر ډول هڅې كولې شي۔يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د ستراتېژېكي ځاې له امله امريكا لا هم زمونږ هېواد كارول غواړي۔امريكې سره د اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور كمې دې خ?? مونږ امريكې سره د برا??رۍ په بنياد اړيكې غواړو۔خارجه وزير ووئيل په ملكي ګټې او وقار به پاكستان هېڅ ډول سودا ونه كړې شي ۔ده وئيل په تېر وخت كښې مونږ غلطۍ كړې دي ا?? مونږ يې ډېر زيان پورته كړی۔ده ووئيل د موثره خارجه پالېسۍ په نتيجه كښې روسيې سره د پاكستان اړيكې مخ په زياتېدو دي او دا خوشبينه خبره ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اېف اے ټي اېف د ګرۍ لسټ څخه د پاكستان نوم ويستلو لپاره به هڅې كولې شي۔ده ووئيل د پيپلز ګوند په دور كښې هم د پاكستان نوم په ګرے او بليك لسټ كښې پاتې شوې۔د اېل اېن جي لوظ نامې په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب كښې ده ووئيل په قامي معيشت به ?? اېل اېن جي مثبت آغېز وشي۔د سېنېټ ټاكنو په اړه ده ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)كاركنان محمد نواز شريف سره وفادار دي۔كانديدانو د سېنېټ په ټاكنو كښې د آزاد كانديدانو په توګه برخه اخستې خو چا هم خپل ګوند نه پرېږدي۔ده ووئيل د پنجاب وزيراعلې محمد شهباز شريف پاكستان مسلم ليګ(ن)لپاره ډېرې هڅې كړي او قربانۍ يې وركړې ۔د هغه په مشرۍ كښې پنجاب ښه پرمختګ كړې٬د مريم نواز په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ه??ه د پاكستان مسلم ليګ(ن)??با??ن دے۔
پاكستان به افغانستان كښې امن لپاره بشپړه مرسته روانه ساتي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada