اسلام آباد03 اګست(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د كشمير او فلسطين غوندې شخړې د اسلامي او عرب نړۍ د عدم اطمينان په بنيادي وجوهاتو كښې شاملې دي٬اسلامي هېوادونه دې د پخوانو ستونزو سره سره د اسلامو فوبيا د زياتېدونكي رجحان مقابلې لپاره د يووالي څرګندونه وكړي۔ده دا خبرې د عرب پارليمان پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د عادل بن عبدالرحمان العسومي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔وزيراعظم د عرب پارليمان صدر او د هغه د پلاوي هركلے وكړو۔د عرب پارليمان او د پاكستاني اولس ترمينځه د تاريخي اړيكو حواله وركولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان د مينځني ختيز په منطقه كښې امن٬استحكام او خوشحالۍ ته ډېر اهميت وركوي۔ده ووئيل د كشمير او فلسطين غوندې شخړې د اسلامي او عرب نړۍ د عدم اطمينان په بنيادي وجوهاتو كښې شاملې دي۔وزيراعظم د فلسطين او كشمير د مسئلو ملاتړ لپاره د اسلامي امت ترمينځه د يو والي په ضرورت زور راوړو او وې وئېل پخواني شخړې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د او آئي سي د قراردادونو له مخې د حل كولو ضرورت دے۔وزيراعظم عمران خان د اسلامي هېوادونو څخه غوښتنه وكړه چې هغوي د نړۍ په بېلا بېلو برخو كښې د اسلامو فوبيا د زياتېدونكي رجحان مقابله وكړي۔ده پلاوې د نوي پاكستان په اړه د خپل وژن څخه هم خبر كړو۔ده ووئيل د پاكستان د اقتصادي سلامتيا درې ستنې دي چې پكښې امن٬پرمختيائي شركتونه او رابطه كاري شامله ده۔په دې موقع د عرب پارليمان صدر د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه۔ده د فلسطين پشمول د مسلمانانو د مقاصدو په ملاتړ كښې د پاكستان د كردار ستائنه هم وكړه۔د عرب پارليمان صدر اسلامي امت ته د ورپېښو سيمه ايزو او نړيوالو چېلنجونو مخ نيوي لپاره په متفقه طريقه كار خپلولو زور راوړو
د كشمير او فلسطين غوندې شخړې د اسلامي او عرب نړۍ د عدم اطمينان په بنيادي وجوهاتو كښې شاملې دي۔د وزيراعظم عمران خان د عرب پارليمان پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم