اسلام آباد۔4??پر??ل(اے پی پی) سپريم کورټ د پنجاب او خېبرپښتونخوا د ټولټاكنو ځنډولو په كېس كښې د الېكشن كمېشن آف پاكستان پرېكړه كالعدم ګرځولو سره د مئي تر 15 مې نېټې د ټاكنو كولو امر كړ?? دے۔ سپريم کورټ په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د ټولټاكنو ځنډولو سره اړونده پرېكړه اورولو سره د د روان كال اكتوبر مياشتې په 8 مه نېټه د ټاكنو كولو پرېكړه كالعدم ګرځولې ده۔ د نهې په ورځ د چيف جسټس آف پاكستان جسټس عمر عطاﺀ بنديال په مشرۍ كښې د عدالت عظمی درې كسيزه بنچ د كېس پرېكړه واوروله۔ چيف جسټس د قرآن پاك آيت تلاوت كولو سره پرېكړه واروله۔ په دې مهال چيف جسټس ووئيل چې د كېس بشپړه پرېكړه به وروستو اورولې شي۔ په خپله پرېكړه كښې عدالت عظمی د الېكشن كمېشن په 8 اكتوبر 2023ﺀ د ټاكنو كولو پرېكړه كالعدم ګرځولې ده۔ په پرېكړه كښې دا هم وئيلې شوي دي چې د الېكشن كمېشن د 22 مارچ 2023ﺀ پرېكړه غېر آئيني ګرځولې شي او د ټاكنو نېټې سره اړونده د صدر مملكت پرېكړه بحالولې شي۔ سپريم كورټ په خپله پرېكړه كښې ووئيل چې آئين او قانون د ټاكنو د ځنډولو اختيار نه وركوي٬ د الېکشن کمېشن د امر د لاسه 13 ورځې ضائع شوې٬ الېكشن كمېشن يوه غېر آئيني پرېكړه كړ??۔ دا هم وئيلې شوي چې الېكشن كمېشن ټاكنو لپاره د اكتوبر 8 مه نېټه ټاكلو سره خپل اختيار څخه تجاوز كړ?? دے۔ په خپله پرېكړه كښې سپريم كورټ ووئيل چې 30 ??پر??ل څخه تر 15 م??ی 2023ء دې صوبائي ټاكنې وكړې شي۔ د ریټرننګ افیسر پرېكړې په ضد د اپيلونو جمع كولو وروستۍ نېټه به 10 ??پر??ل وي۔ په 17 ??پر??ل به الېکشن ټرېبونلز په اپيلونو پرېكړه كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سپريم كورټ د پاكستان تحريك انصاف په خواست د پنجاب او کے پی كے په ټاكنو كښې د تاخير كېس پرېكړه د 6 سماعتونو څخه وروستو تېره ورځ محفوظ كړ?? وه كومه چې نن واورولې شوه۔
سپريم كورټ د پنجاب او خيبر پښتونخوا ټول ټاكنو ځنډولو په اړه د اليكشن كميشن پريكره كالعدم وګرځوله
Aztec Treasure APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II