اسلام آباد 22مارچ(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې د پاكستان او تركيې ترمينځه د اوږې مودې تاريخي٬ د ملګرتيا او د ورورولۍ اړيكې دي٬د تركيې او??س د تېرې مياشتې زلزلې نه پس د رامخې ته شوي سخت صورتحال مړانه سره مقابله وكړه ٬تركيې تېر كال د سخت سېلاب نه پس د پاكستان بشپړه مرسته كړی په دې د تركيې او??س او حكومت مننه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ دتركيې زلزله ځپليو لپاره د پاكستان نېشنل ډونرز كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې د كوم اهتمام چې نېشنل يونيورسټي آف سائنس اينډ ټېكنالوجي(نسټ)د تركيې سفارتخانې او تركش ايروسپيس په مرسته كړې و۔ دستوره كښې د نسټ ريكټر انجينئر جاوېد محمود بخاري او په پاكستان كښې تركيې سفير مهمنت پچاچی نه علاوه د يونيورسټۍ فيكليټۍ غړو او ګڼ شمېر زده كونكو ګډون وكړو۔صدر مملكت زلزله ځپليو لپاره د محفوظ ودانيو په ضرورت زور راوړولو سره ووئيل چې د دې سره په ځاني او مالي زيان كمېدو كښې مرسته ترلاسه كېدې شي۔صدر مملكت ووئيل چې د تركيې او نيمې وچې او??س ترمينځه د سلګونو كلونو پخوانې اړيكې د??۔ ډاكټر عارف علوي تېره شپه پاكستان كښې د راغلې زلزلې ذكر كولو سره ووئيل چې د ز??زلې په مهال احتياطي تدابير اختيارول ضروري دي دغسې چې د بشر?? ځانونو د ز??ان مخ نيوې وشي۔ دې څخه وړاندې د نسټ ريكټر انجينئر جاوېد محمود بخاري په خپل خطاب كښې په ډونرز كنفرنس كښې په ګډون د صدر مملكت مننه وكړه۔ده ووئيل چې په تركيه كښې تېره مياشت د ز??زلې له امله سخت ځاني او مالي زيان شوې۔د ز??زلې څخه د ز??ان تخمينه 35 ارب ډالر ده٬د ز??زلې له امله په ځپليو سيمو كښې زياتره ادارې د مرستې او بحالۍ كار كوي كومو ته چې وسائل پكار دي۔ده ووئيل چې د ز??زلې څخه سمدستي وروستو نېشنل يونيورسټي سائنس اينډ ټيكنالوجي تركيې ته د مرستې سامان لېږلې او د تركيې او سوريه لپاره په مجموعي توګه تراوسه د مرستې سامان پشمول 8 کنسائنمنټس لېږلې شوې دي۔ په دې موقع د وېنا كولو په مهال د تركيې سفير مهمت پيكاسي ووئيل چې په پاكستان كښې تېره شپه د ز??زلې له امله په شوې ځاني زيان د افسوس څرګندونه كوؤ۔ ده ووئيل په تركيه كښې د ز??زلې څخه وروستو پاكستان د تركيه هر ممكنه مرسته كړې۔ده ووئيل چې د ز??زلې نه پس د فرورۍ په 7مه نېټه د اېن ډ?? اېم اے ډله تركيې ته رسېدلې او د ملبې څخه يۍ لويې شمېر خلك ژوندي راويستلي٬د نسټ نه علاوه د پاكستان سول سوسائټۍ هم بشپړه مرسته كړې۔ده ووئيل چې د ز??زله ځپليو لپاره اېن ډ?? اېم اے تراوسه 50 زره ونټر ټينټس لېږلې دي٬د پاكستان څخه په خېمې او يو نيم لك كمبلې د ز??زلې ځپليو لپاره لېږلې شوي دي۔ده د تركيې او??س او حكومت لخوا په مرسته د پاكستان مننه وكړه
د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د تركيې زلزله ځپليو لپاره”پاكستان نېشنل ډونرز كنفرنس”ته وېنا
Mermaid's Treasure APP download
مضمون کا ماخذ : گرم گرم