اسلام آباد۔12دسمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې پاكستان د خپلې’’سنټرل ایشیاء وژن‘‘ پالېسۍ د لارې د منځنۍ آسيا رياستونو سره غوره اړيكې ساتل غ??اړ??٬ پاكستان د منځنۍ آسيا ټ??لو رياستونو او په خاص توګه قازخستان سره د شريكې خوښې په ټ??لو چارو كښې مرستې ته لا وده ورك??لو له كار كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس ك??ې د قزاخستان د پارليمان چيئرمېن يرلان كوشناف په مشرۍ كشې د پاكستان په دوره راغلي پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ سپيكر د پاكستان په دوره ك??لو د يرلان كوشناف مننه وكړه۔ ده ووئيل د قازخستان د پارليماني پلاوي اوسنۍ دوره به په پارليماني كچه د رابطو مست??كم ك??لو كښې مهمه ثابت شي۔ چیئرمین یرلان کوشانوف د قومي اسمبلۍ سپيكر مننه ك??لو سره په دې وروستيو ك??ې د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د د??اړ?? هېوادونو ترمينځه اړيكې په ګډ مذهب ٬ تاريخ او د كلتور په نه ختمېدونكو رشتو اډانه دي۔ د قزاخستان د پارليمان چيئرمېن يرلان كوشناف ووئيل زمونږ هېواد د پاكستان د تجارتي لارو اهميت څخه خبر دے ٬ ده هيله ولرله چې د پارليماني پلاوي دا اوسنۍ دوره او د قزاخستان د صدر راتلونكې دوره به دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كاري زيات??لو كښې مرستياله ثابت شي۔ ده د قومي اسمبلۍ سپيكر ته د قزاخستان دورې بلنه ورك??لو سره ووئيل د پارليماني پلاويو تګ راتګ سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مست??كم شي۔ دې نه وړاندې چیئرمین یرلان کوشانوف د سپیکر ، دوهم سپیکر او د د??اړ?? هېوادونو د پارليماني غړو په موجودګۍ ك??ې د پارليمنټ په چمن ك??ې د مېګنولیا ګرېنډی فلورا بوټې نال كړو۔ په دې موقعه د د??اړ?? هېوادونو او د اسلامي نړۍ سلامتيا او سوكالۍ له خصوصي دعا وكړې شوه۔ وروستو پلاوي د قومي اسمبلۍ هال دوره وكړه چرته چې پلاوي ته د قانون سازۍ او ووټنګ طريقه كار په اړه بريفنګ وركړے شو۔
پاكستان د منځنۍ آسيا رياستونو سره غوره اړيكې غواړي ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف
Download the Legend of Houyi APP
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن