اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی)د قامي اسمب??ۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي په هېواد كښې جمهوريت ته ودې لپاره پاكستان پيپلز پارټي لازواله قربانۍ وركړې دي٬ پاكستان پيپلز پارټي تل د اولس د هيلو ترجماني كړې او د اولس خذمت يې مقدم ساتلے ٬د پاكستان پيپلز پارټي مشرتابه د جمهوريت په خاطر په دار ختلے ٬اوس د شهيد ذوالفقار علي بهټو او د شهيدې بېنظيربهټو مشن روان ساتل او هر كور ته رسول زمونږ ذ??ه واري ده۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ كري روډ پینډۍ كښې د پاكستان پيپلز پارټي 55مې تاسيس ورځې په موقع د دستورې ??ه د وېنا كولو په مهال كړې۔سپيكر وو??يل د نومبر په 30مه نېټه كال 1967 شهيد ذوالفقار علي بهټو د پاكستان پيپلز پارټي بنياد اېښودے ؤ ۔ده د پاكستان پيپلز پارټي شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د پاكستان پيپلز پارټي وركر د ګوند قيمتي اثاثه ده او قيادت د پینډۍ ډويژن ته تل عزت وركړے ٬شهيد ذوالفقار علي بھټو او شهيدې بېنظيربهټو د پینډۍ په ښار كښې خپل ځانونه قرباني كړي۔ده وو??يل د پاكستان پيپلز پارټي تاريخ به تل په زرينو ټكو لي??لے شي۔د دستورې په اختتام د قامي اسمب??ۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د ګوند د 55مې تاسيس ورځې كيك هم پرې كړو
پاكستان پيپلز پارټي تل د اولس د هيلو ترجماني كړې او د اولس خذمت يې مقدم ساتلے ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د ګوند تاسيس ورځې په موقع دستورې ته وېنا
Fortune Five APP download
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا