آئيني ادارې عمران خان غل ډکليئر كړو، بايد عمران خان قام څخه په بخښنه غوښتلو استعفي وركړي۔ د وفاقي وزير رانا ثناء اﷲ او د اعظم نذير تارړ كفنرنس
ONE blackjack reputable website
APP31-020822
ISLAMABAD: August 02 - Interior Minister, Rana Sanaullah with Minister for Law and Justice Azam Nazir Tarar addressing a press conference at PID media center. APP photo by Saleem Rana
اسلام آباد 02 اګ??ت (اے پي پي) وفاقي وزيرانو رانا ثناء اﷲ او اعظم نذير تارړ وئيلي دي تېر وزيراعظم عمران خان د کروړونو روپو په فنډ اخستو خپل سياست كړے خو د الېكشن كمېشن لخوا د ممنوعه فنډنګ په كېس كښې د پرېكړې نه پس بايد عمران خان د قام نه بخښنه وغواړي او استعفي وركړي، نن يوې آئيني ادارې عمران خان غل ډکليئر كړے ، ھغه خېراتي پېسه په سياست استعمال كړې٬ هر سياسي ګوند له الېكشن كېمشن ته خرڅونه٬ آمدن او ذريعې ښودل وي، پي ټي آئي د خپلو كهاتو نه د لا تعلقې څرګندونه كړې٬ د عمران خان مني ټرېل د دوي د بيانيې په ضد دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه داخله وزير رانا ثناء اﷲ او د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ وفاقي وزير په دې موقع د آرمي اېوي اېشن چورلكې په پېښه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔ ده ووئيل تېره شپه چې كله چورلكه بې دركه شوې وه نو ټول قام د خپلو مېړنو پوځي ا??سر??نو سلامتيا لپاره لاس په دعا ؤ ۔ ده ووئيل اوس دا اطلاع ترلاسه شوه چې چورلكه كښې ناست ټول ا??سر??ن او عمله شهيده شوې ۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن د دې شهيدانو كورنيو لپاره د زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل په قرآن پاك كښې هېواد لپاره قرباني وركوٶنكو په حواله لوي څښتن واضح امر كړے چې دوي ته مړه مه وائۍ بلكې دوي ژوندي دي خو تاسو په دې نه پوهېږۍ۔ ده ووئيل دا غم زمونږ د ټولو لپاره د برداشت نه دے۔ داخله وزير ووئيل د الېکشن کمېشن لخوا چې كومه پرېكړه نن راغلې په دې عمران خان له د قام نه بخښنه غوښتل او استعفي پكار ده۔ په دې موقع د انصاف او قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل هر سياسي پارټۍ ته الېكشن كمېشن ته خرڅونه٬ د آمدن ذريعې ښودل وي، پي ټي آئي خپلو كهاتو څخ?? د لاتعلقۍ څرګندونه كړې ٬ د پي ټي آئي د مشر مني ټرېل د دوي د بيانيې په ضد دے۔ ده ووئيل لوي څښتن دې زمونږ د شهيدانو او د قام د مېړنو زامنو د قربانيو په صدقه كښې مونږ لپاره آسانۍ او د بلوچستان پشمول ګرد هېواد كښې د سېلاب ځپلو لپاره آسانۍ راپېدا كړي۔ ده د چورلكې په پېښه كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه