اسلام آباد 14 نومبر (اے پي پي)د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سينيټر عرفان صديقي په كوربتوب ??ښې د پاكستان قانون سازو او سپين سېنېټ چارو كمېټۍ اعلٰی كچ پلاوي ترمينځه ملاقات شوې۔په ملاقات ??ښې د پاكستان او سپين ترمينځه سفارتي اړيكو لا قوي كولو او قدرتي آفتونو مخنيوي٬موسمياتي بدلون٬ترهه ګرۍ مخنيوي او معاشي پرمختګ پشمول په ګڼو نړيوالو چېلنجونو د مرستې شريك عزم رامخې ته كړو۔د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې سېنېټر عرفان صديقي د دواړو هېوادونو ترمينځه اوږدې مودې او ښه سفارتي اړيكو اعتراف كولو سره په پاكستان ??ښې د سپين سفير پشمول هسپانوي پارليماني پلاوي هركلے وكړو۔ده په سپين ??ښې د اوسني سېلاب په رڼا ??ښې د هسپانوي اولس سره د يو والي څرګندونه كولو سره دا ډول قدرتي آفتونو سره د پاكستان د خپلو تجربو ذكر وكړو۔سينيټر عرقان صديقي د دواړو هېواونو ترمينځه پارليماني مرستې زياتولو تجويز وړاندې كړو چې پ??ښې قدرتي آفتونو مخنيوي ٬مرستې انتظام او بحالۍ هڅو ته خاص پام كړې۔ده ووئيل چې مونږ په دې سخت وخت ??ښې د هسپانوي اولس سره يو والي سره ولاړ يو او د قدرتي آفتونو مخ نيوي په حكمت عملۍ مرسته كول غواړو۔په غونډه ??ښې د خارجه پالېسۍ جوړولو او ڼړيوا?? امن او سلامتيا ته ودې وركولو ??ښې پارليماني سفارتكارۍ په اهميت هم زور راوړې۔سېنېټر عرقان صديقي د سپين سره اړيكو قوي كولو پاكستان عزم پخلې وكړو په خاص توګه د ملګرو ملتونو پشان ګڼ شمېر فورمز ??ښې د شريكو هڅو د لارې چرته چې د دواړو هېوادونو كوټلې پرمختګ٬بشري حقونو او شخړ?? حل كولو پشمول شريكو مقصدونو وكالت كوي۔ده ووئيل چې د ښې مرستې د لارې مونږ موسمياتي بدلون٬ترهه ګرۍ او معاشي عدم استحكام پشان مهمو نړيوالو چېلنجونو قابو موندلې شو او زيات محفوظ او سوكاله نړۍ لپاره په ګډه كار كولې شو۔په ملاقات ??ښې د پاكستان او سپين ترمينځه اقتصادي مرستې ته ودې وركولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔سېنېټر عرقان صديقي د بشري مرستې او پرمختيائي پروژو ??ښې شريكو هڅو سره سره تجارت٬سرمايه كارۍ او كوټلې پرمختګ اقداماتو ??ښې د زياتوالي په امكاناتو رڼا واچوله۔ده د ټېكنالوجۍ٬تجديد وړ توان٬ او صحت عامه پشان مهمو څانګو ??ښې شريكو پارليماني كمېټو او تحقيقي مرستې جوړولو تجويز هم وړاندې شو۔په ملاقات ??ښې په سپين ??ښې مېشته پاكستانيانو قدر وړ خذماتو هم رڼا واچوله او دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو ??ښې اولسي رابطو په كردار زور راوړو۔دواړو ډلو تعليمي او معلومات تبادلې پروګرامو ته د ودې وركولو په حاجت هم زور راوړو ٬ دغسې چې دا خبره باوري كړی شي چې د پاكستان او هسپانوي راتلونكې نسل شريك نړيوال چېلنجونو مخ نيوي لپاره په ګډه كار وكړي۔سېنېټر عرفان صديقي په دې خبره زور راوړو چې دواړو هېوادونو ترمينځه په نړيوال مسئلو خپلې خارجه پالېسۍ ??ښې همغږي پيدا كولو سره سفارتي مشاورت روان ساتل پكار دې۔ده ووئيل چې زه باور لرم چې زمونږ پارليماني مرسته زمونږ سفارتي او معاشي اړيكې لا قوي كولو ??ښې مهم كردار ترسره كړي او زه د يو سوكاله او په مرسته اډانه سباؤن په انتظار يم۔په غونډه ??ښې اوپن ډائيلاګ او نړيوا?? ام??٬س??امتيا او پائيدار پرمختګ مخ په وړاندې شريك عزم څرګندونه وشوه۔په دې موقع سېنېټر رانا محمود الحس??٬س??د علي ظفر٬روبينه قائم خاني٬محمد عبدالقادر او سېنېټر لياقت خان تركئي او د سېنېټ سېكرټرېټ سينئر افسران هم موجود وو۔د ملاقات نه پس د ماسپخيښن اهتمام هم كړې
د سينيټر عرفان صديقي په كوربتوب كښې د پاكستان قانون سازو او سپين سېنېټ چارو كمېټۍ پلاوي ملاقات٬ د شريكې مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه
कैलोंग विश्वसनीय मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ