اسلام آباد۔ 3 ستمبر(اے پی پی) د قانون ٬ انصاف او پ??رل??ماني چارو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارډ وئيلي دي سپریم کورټ په پرېکټس اېنډ پروسیجر اېکټ 2023 خپله پرېكړه كښې قانون سازي د پ??رل??مان حتمي اختيار ګرځولو سره وئيلي دي پ??رل??مان يوه خپلواكه ادا??ه ده او هغه د پاكستان د 25 كروړه او??س نمائندګي كوي۔ دغسې د دستور (بدلون) بل 2024 آرټیکل 184 قامی اسمبلۍ كښې وړاندې كړے شو۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال نور عالم خان تحريك وړاندې كړو چې د اسلامی جمهوریه پاکستان په دستور كښې د بدلونو كولو بل وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي۔ د دې بدلون له مخې به د سپر??م كورټ لخوا په كومه معامله ازخود نوټس لپاره په 9 ججانو مشتمله كمېټي پرېكړه كوي۔ وفاقی وزیر سېنېټر اعظم نذیر تارړ ووئيل په كال 2023 كښې دې ايوان پرېکټس پروسیجر اېکټ جوړ كړے، دغه و??ت په دې زيات ټكونه وكړے شول او دا په سپر??م كورټ بريد وګرځولے شو او دا هم ووئيل شول چې د دې د لارې د سپر??م كورټ اختيارات اغستلې شي۔ وروستو دا اېكټ چېلنج شو ، په دې فل كورټ تفصيلي پرېكړه وركړه په كومه كښې چې وئيلې شوي دا د پ??رل??مان اختيار دے او هغه د اېكټ آف پ??رل??مان د لارې قانون سازي كولې شي ٬ مونږ د دې ستائنه كوؤ۔ سپریم کورټ په خپله پرېكړه كښې ووئيل قانون سازي د پ??رل??مان اختيار دے او هغه يوه خپلواكه ادا??ه ده كومه چې د پاكستان د 25 كروړه اولس د هيلو نمائندګي كوي۔ د سپر??م كورټ د ججانو شمېره 17 ده او په دې كښې 5 كسيز بېنچ جوړول وي ٬ دا بل دې كمېټۍ ته ولېږلے شي ٬ په دې سپيكر د تحريك له منظورۍ وروستو بل كمېټۍ ته ولېږلو۔
دستور (بدلون) بل 2024 آرټیکل 184 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو
गोल्डन जेम विश्वसनीय मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج