اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي ځوانانو ته روزګار وركو??٬ د ګرانۍ خاتمه او په غربت قابو موندلو ته حكومت پام لرنه كوي٬ حكومتي اقداماتو سره ګراني 38 فيصد ڼه په كمېدو 12 فيصده ته راغلې ٬ د كركې سياست د هېواد په ګټه نه دے، د معاشي پرمختګ شرح 2.4 فيصد ته رسېدلې٬ سټاك ماركيټ د تاريخ لوړې كچې ته رسېدلے، په زرعي څانګه كښې د پ??مختګ شرح 6.3 فيصد، د ټيكس په وصولۍ كښې 30 فيصد او نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كارۍ كښې 8.1 فيصد اضافه شوې، حكومتي خرڅونو كښې كمے او آمدن زيات كړے شوے ، 86 فيصد د بجلۍ كورنيو مصرف كوونكو ته د 50 اربه روپو سبسډي وركوٶ٬ تنقيد برائے تنقيد او د كركې سياست د هېواد په ګټه نه دے ٬ د پي آئي اے نجكاري به كېږي٬ د پي ډبليو ډي بندولو پرېكړه حمتي ده ، حكومت به د دې نا نه پشا كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل په تورتم او غربت كښې ژوند كېدے شي خو په ناامېدۍ كښې نه٬ د هېواد په هر كس واجب دي چې ھغه د اميد پېغام سره مخ په وړاندې لاړ شي۔ ده ووئيل كله چې په هېواد كښې پرمختګ وي نو كاروبار به چلېږي ٬ چې زراعت ترقي وكړي نو د روزګار موقعې به راپېدا شي٬ نن زمونږ د پ??مختګ شرح چې په تېر دور كښې منفي وه اوس 2.4 فيصد رېكارډ شوې ده، دغسې په صنعتي څانګه كښې د ترقۍ شرح 3.8 فيصد وه۔ ده ووئيل د ټريكټرز پېداوار او په خرڅ كښې 45 فيصد زياتوالے راغلے٬ كروندګرو ته په وركړے كېدونكو قرضو كښې 26 فيصد اضافه شوې ٬ دوي ته د 9400 اربه روپو قرض وركړے شوے۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل د خوراك څښاك څيزونو په بيعه كښې كمے راغلے ۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل د بي آئي اېس پي له مخې كمزورو طبقو لپاره په بجټ كښې 600 اربه روپۍ بېلې كړې شوي٬ پرمختيائي ??نص??بو لپاره 1200 اربه روپۍ بېلې كړې شوي او كم پرمختللو سيمو ته زيات پاملرنه روانه ده٬ ده ووئيل عمر ايوب د كال 2013 په حكومتي پاليسيو تنقيد كوي حالانكه دې په ھغه وخت كښې د مسلم ليګ ن د حكومت وزير ٶ٬ كه ھغه وخت ده اختلاف لرلو نو ده حكومت ول?? نه پرېښودو ٬ نن ورته كپيسټي پيمنټ ياد شو ، كله چې ورسره اختيار ٶ نو ول?? ئې مخالفت نه كوٶ٬ د تنقيد مقصد صرف او صرف فساد خپرول دي، هېواد د مثبت رويو د لارې چېلږي۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل كريډټ ريټنګ ايجنسي “فچ” د پ??كستان درجه بندي بهتر كړې ٬ نېغ په نېغه سرمايه كارۍ او ترسيلات زر كښې د اضافې رجحان دے٬ نېغ په نېغه سرمايه كارۍ كښې 8.1 فيصده اضافه شوې٬ بنيادي مسئله دا ده چې ځينو خلقو دا خوښه كړې چې مسئلې به حل كېدو له نه وركوٶ۔ ده ووئيل تحريك انصاف په پېسو وركولو د پ??كستان په ضد پ??وپيګنډې لپاره د “لابسټ” خدمات ترلاسه كړي۔ ده ووئيل پاكستان زمونږ د ټولو دے٬ د پي آئي اے نجكارۍ لپاره بولۍ راغلې٬ دا نجكاري به كېږي٬ په پي ډبليو ډي كښې چې څه كېدل ټولو ته معلومه ده٬ د ھغې د بندلولو پرېكړه حتمي ده د دې څخه به حكومت نه پشا كېږي٬ دا اداره د كرپشن مركز جوړه وه۔ د دې په ځائ به پرمختيائي ??نص??بو لپاره بهتر طريقه كار رامخې ته كړے شي٬ يو شمېر داسې ادارې او وزارتونه شته چې ضرورت ئې نشته ٬ د هغې په ري سټركچرنګ هم غور روان دے۔
حكومتي اقدامات سره ګراني 38 فيصد نه په كمېدو 12 فيصده ته راغلې٬ د كركې سياست د هېواد په ګټه نه دے۔ ډاكټر مصدق ملك
Muay Thai Champion Credible Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن