مظفر آباد۔16مئی(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي په آزاد كشمير كښې د احتجاجي تحريك په مهال د شرخوښي عناصر لخوا د وضعې خرابولو هڅې ناكامه شوي ٬ چارې په غوره ډول تر سره كړې شوې ٬ د آزاد كشمير اولس پاكستان سره د زړه له كومي عقيدت لري٬ پاكستان به كشميري اولس لپاره په ګرده نړۍ كښې غږ پورته كوي٬ نړۍ د مقبوضه كشمير او فلسطين په صورتحال غلې پاتې شوې ٬ هغه ورځ لرې نه ده چې د كشمير او فلسطين اولس به ??پل حقونه ترلاسه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د آزاد جموں وكشمير كابينې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم وو??يل د پاك پروردګار په فضل تېرو ورځو كښې رامخې ته شوې ستونزې په غوره ډول لرې كرې شوې۔ په وضعه قابو موندلو كښې د كردار په لوبولو د صدر مملكت او اتحادي ملګرو مننه كوم۔ تحريك چلوونكو د خپلو جائزو چارو لپاره په يو جمهوري انداز خپل احتجاج ريكارډ كړو خو په دغه تحريك كښې ځينې هغه شرخوي عناصر شامل وو د كومو مقصد چې د آزاد جموں وكشمير وضعه خرابول٬ د بشري ځانونو ضائع كول او اړے ګړے رامخې ته كول وو۔ د آزاد كشمير مضبوط او ژوندے اولس له خپلې ګټې نه ښه خبر دے۔ د پاكستان 25 كروړه اولس د كشميري اولس قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده وو??ېل د كشميري اولس قربانۍ به ??ې ځايه نه ځي٬ پاكستان به كشميري اولس لپاره په ګرده نړۍ كښې غږ پورته كوي۔ د او آئي سي كنفرنس كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار كشميري اولس لپاره غږ پورته كړو او كومه اعلاميه چې جاري كړې شوه په هغ?? كښې په بشپړه توګه د كشمير ذكر وكړے شو۔ ده وو??يل د ایراني صدر ډاكټر ابراهیم رئیسی د پاكستان دورې په موقع په خبري كنفرنس كښې ما د كشمير په مسئله تفصيلي خبره وكړه۔ په هر فورم به ?? كشميري اولس اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتؤ۔ وزیراعظم وو??يل په آزاد كشمير كښې چې څو ورځې وړاندې كوم تحريك رامخې ته شو د بده مرغه په هغ?? كښې يو پوليس اهلكار او ځينې وګړي په حق ورسېدل٬ د دغې چې څومره هم غندنه وكړې شي لږه ده٬ داسې بايد شوي نه وو۔ ده وو??يل د شهيدانو كورنيو ته به ?? مرستې پېكج وركولې شي۔ وف??قي حکومت آزاد کشمیر لپاره د 23 اربه ??وپو پېكج منظور كړے ۔ 23 اربه ??وپۍ د آزاد كشمير حكومت اكاؤنټ ته منتقل شوي۔ دا كوم احسان نه بلكې زمونږ فرض دے۔ كشمير د پاكستان شه رګ دے۔ د پاكستان او كشمير اولس يو بل سره د زړه له كومي عقيدت لري۔ ده وو??يل په مقبوضه كشمير كښې د بې ګناہ کشمیریانو وينه بهيولې شي٬ دوي سره په زندانو كښې ظلم زياتې كولې شي٬ په مقبوضه كشمير كښې د ورونړو خوېندو قربانۍ به ??نګ راوړي۔ ده وو??ېل پاكستان به ?? كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده وو??ېل په فلسطين كښې 36 زره فلسطينيان شهيدان كړې شوي۔ ولې بياهم نړۍ د كشمير او فلسطين په خاموشۍ سره تماشه كوي۔ ده وو??يل مونږ له به ??پلې سولئيزې هڅې او اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتل وي۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي نو هغه ورځ به ??رور راشي چې كشميرې او فلسطينې اولس به ??پل حقونه ترلاسه كړي۔ وزیراعظم وو??يل د آئی اېم اېف ډله د پاكستان په دوره ده۔ د ډلې دورې څخه وروستو به ?? خبرو د لارې د ځنډولې شوو چارو حل رامخې ته كړؤ دغسې چې سباؤن كښې دا ډول پېښې رامخې ته نه شي۔ ده وو??ېل د اوبو اړوندې چارې به هم حل كړې شي۔ وزیراعظم وو??يل د منګلا فېز ټو پاتې كار به هم ډېر زر بشپړ شي دغسې نيلم جهلم سره اړوندې چارې به هم د مشاورت د لارې حل كړې شي۔ وزيراعظم وو??يل كفايت شعارۍ لپاره د آزاد كشمير د حكومت د اقدامات ستائنه كوؤ۔ وزيراعظم وو??يل نن زمونږ هېواد په قرضونو كښې ډوب دے٬ كه قرضونو څخه خلاصے ترلاسه كول دي نو شپه او ورځ به ??واري كول وي۔ وزیراعظم وو??يل پاك پروردګار پاكستان او آزاد كشمير ته د معدنيات بلها خزانې وركړي خو د بده مرغه په 76 كالو كښې مونږ دې څخه استفاد?? ونه كړې شوه ٬ اوس به مونږ له په دې لړ كښې عملي ګامونه پورته كول وي۔ په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وف??قي وزير انجینئر امیر مقام، د صنعت او پېداوار وف??قی وزیر رانا تنویر حسین، داخله وزير محسن نقوي ، د اطلاعات وف??قي وزیر عطاء تارړ او د آزاد كشمير وزیر اعظم چوهدری انوار الحق هم موجود وو۔ په دې موقع په آزاد كشمير كښې د احتجاجي تحريك په مهال په حق رسېدليو له فاتحه خواني هم وكړې شوه
په آزاد کشمیر كښې د احتجاجی تحریک په مهال د شرخوښو لخوا د وضعې خرابولو هڅې ناكامه شوي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د آزاد كشمير كابينې غونډې ته خطاب
Gold Coin Deluxe Platinum Edition Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ