پېښور ۔ 08 فروری (اے پی پی) د پيښور پشمول ټوله خېبر پښتونخوا کښي د هېواد دولسمو ټولټاكنو لپاره د پو??نګ وخت پېل شوے دے۔ پو??نګ به د سحر 8 بجو نه تر مازيګر 5 بجو له كومې دمې نه غېر دوام لري۔ په دې مهال بشپړه امنيتي انتظامات شوي دي۔ په خېبر پښتونخوا كښې به قومي اسمبلۍ لپاره د 713 او صوبائي اسمبلۍ لپاره د 1814 كانديدانو ترمينځه مقابله وي۔ د الېکشن کمېشن د وياند ترمخه په صوبه کښې د ووټنګ عمل لپاره 15 زره 696 پو??نګ سټېشنونه جوړ کړې شوې دې۔ په مجموعي توګه 2 كروړه 19 لكه 4 زره 810 وګړي به د رايې حق كاروي۔ د نارينه ووټرانو شمېره 11944383 او د مېرمنو 9983737 ده۔ سړو لپاره 4810 پو??نګ سټېشنونه ٬ مېرمنو لپاره 4287 او په مشتركه توګه كارول كېدونكي نورو 6600 پو??نګ سټېشنونه جوړ كړې شوي دي۔ دغسې 1 لك 81 زره څخه زياته پو??نګ عمله تعينات كړې شوې ده۔ د وياند له مخې ټاكنو لپاره 4 كروړه 54 لكه 40 زره بېلټ پېپرې چھاپ كړې شوي دي۔ د پو??نګ په بشپړ كېدو به په فا??م 45 پرېزائيډنګ ??فس??ان نتيجې جاري كوي۔ دې څخه وړاندې ټولو پراېزائيډنګ ??فس??انو ته د ريټرننګ ??فس??انو د دفترونو لخوا پو??نګ مېټريل٬ بېلټ باكسز ٬ بېلټ پېرز او نور سامان د پو??يس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو په امنيت كښی پو??نګ سټېشنونو ته ورسولې شو او د ترسيل دا عمل د شپې تر ناوخته ترسره كړے شو۔ د الېكشن كمېشن د ضابطه اخلاق ترمخه په ټولو پو??نګ سټېشنونو پريزائيډنګ ??فس??انو ته اړوند هدايات جاري كړې شوي دي۔ بلخوا په خېبر پښتونخوا كښې په حساسو او زياتو حساسو پو??نګ سټېشنونو پو??يس او پوځ تعينات كړے شوے دے۔
د پيښور پشمول ټوله خيبر پښتونخوا کښي د هيواد دولسمو ټولټاكنو لپاره پولنګ پيل شو
Mad Money Coaster Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا