اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد وئېلي دي چې پاك پوځ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره تيار دے كه كومې ترهه ګرې ډلې سر پورته كړو نو هغه به د مينځه يوړلې شي٬په اي پاسپورټ كار روان دے او پاكستان به په دې لړ كښې وړومبې هېواد وي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د كورنيو چارو په وزارت كښې د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال وكړې۔ده ووئيل چې د نيوزي لينډ سيريز ورانونكې د افسانې حقيقت ته نزدې يو٬ده ووئيل چې د داستانې لاسونو پاكستان ته د زيان رسولو هڅې كوي٬دوي به ټولې نړۍ ته په ډاګه كوو۔ده ووئيل چې په هېواد كښې سائبر كرائم مخ په زياتېدو دي٬اېف آئي اے ته د سائبر كرائم په اړه يو لك شكايتونه راغلې دي۔د سائبر كرام مخ نيوي لپاره دوه اربه فنډ جاري كولې شي۔ده ووئيل چې نادرا 75 لكه خلكو ته د كورونا د واكسين سرټيفيكېټ جاري كړې۔د ويكسي نېشن د جعلي سرټيفيكېټ په معامله كښې د نادرا كوم قصور نشته۔ده ووئيل چې د بده مرغه ځينې عناصر د هېواد شناختي كارډ ويكسي نېشن او پاسپورټ په نړۍ كښې بدناموي۔د پاسورټ او شناختي كارډ سېكورټي لپاره 15 نورر فيچرز راوړو۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې دا ښه خبره ده چې د پاكستان څخه افغانستان ته د تلونكو شمېره د راتلونكو په نسبت زياته ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د كال 2023م ټاكنې به سپيځلې وي۔ده ووئيل چې (ن)ليګ انتشهار سره مخ دے٬په دې كښې به د دوه په ځاې درې ډلې جوړېږي۔ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې به د انشتار اجازه ورنه كړې شي۔(
پاك پوځ د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره تيار دے٬په اي پاسپورټ كار روان دے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن