اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي د اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كړے چې پكښې د لنډ مهاله صنعت او تجارت وزيرانو نه علاوه د خزانې او هوا بازۍ نائب وزيران هم شامل وو۔خارجه وزير سره د هوا بازۍ وفاقي وزير سرور خان٬د خزانې صلاحكار شوكت ترين٬عبدالرزاق داؤد او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د دې څخه وړاندې د تجارت٬ټرانزټ او كامرس٬فنانس او ايوي اېشن په اړه د وركنګ ډلو غونډه د دواړو هېوادونو اړوندو وزيرانو په مشرۍ كښې وشوه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان كښې د امن٬استحكام٬پرمختګ او افغانستان سره په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔په دې اړه خارجه وزير شاه محمود قرېشي افغان اولس ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو تر مخه افغانستان سره د بشري همدردۍ په بنياد مرسته او اقتصادي مرستې لپاره د پاكستان پرله پسې هڅې هم رامخې ته كړی۔پاكستان په بېلو څانګو كښې د تكنيكي مرستې وړاندېز وكړو ٬ په دې مهال موجوده اړيكې لا قوي كولو او د مرستې نوې څانګې په ګوته كولو لپاره د خبرو روانو ساتلو ته صلاح يوه شوه ۔لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي د پرامن او مستحكم افغانستان لپاره د پاكستان د مسلسل ملاتړ او په خاص توګه د تېرو څلورو لسيزو څخه د لاكهونو كډوالو په كوربتوب د پاكستان مننه وكړه۔
خارجه وزير شاه محمود قرشې سره د افغانستان لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي د اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر