انقره 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دې چې د آئي اېم اېف پېشګي شرطونه مو ترسره كړي٬ هيله لرو چې په ??وانه مياست كښې به حتمي لوظنامه وشي ٬ اوسنې حکومت د پاك پروردګار په فضل او بيا د پاکستاني اولس او د و??وڼو او ملګرو هېوادونو مرستې سره په ښه ډول د چېلنجونو په مخنيوي كښې كامياب شوے٬ عمران خان سنګينې بدعنوانۍ او د غېر قانوني لېن دېن تورونو سره مخ دے٬ چې ورسره به د قانون لمخې كاروائي كولې شي٬ پاکستان او ترکيه به په نزدې سباٶن كښې د بائيو ګېس، لمر توان او د پن برېښنا په څير څانګو پلو پام ګرځولو سره تجارت او شريك پرمختګ پياوړې كولو له همكارۍ ته وده وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيه صدر رجب طيب اردوان د سوګند پورته كولو دستوره كښې د ګډون په مهال د تركيه قامي خبر رسنې ادارې “اناطوليه” سره خاص مركه كښې كړې۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل مونږ اوس هم هيله لرو چې د آئي اېم اېف پروګرام به عملي شي، د آئي اېم اېف لخوا زمونږ نهمه جائزه د ټولو شرائطو او ضوابطو سره مطابقت لري ، د آئي اېم اېف هر يو شرط د پېشګي اقداماتو په ??وګه پورا كړې شوېدے۔ ده ووئيل په ??ې كښې ځينې اقدامات په ??امه توګه د بورډ د منظورۍ نه پس پورا كېږي او دا ځل د آئي اېم اېف تقاضا ده چې دا اقدامات دې د بورډ د منظورۍ نه وړاندې ترسره كړې شي، دې لپاره مونږ پورا كړل٬ آئي اېم اېف سره د مذاكراتو د ناكامۍ په ??ورت كښې د هنګامي منصوبې پحقله شهباز شريف د پاکستاني قام په ??زم او استقامت زور رواړو، د پاکستان اولس په ماضي كښې چېلنجونو سره مخ شوې او كه ضرورت رامخې ته شو نو مونږ به خپ??ه ملا مضبوطه كړو او ودرېږو به۔ ده ووئيل كله چې موجوده حكومت په ??پرېل كال 2022 كښې عمران خان د عدم اعتماد د لارې د اقتدار نه اخوا كولو سره جوړ شو نو ھغه مهال پاكستان يو شمېر مسئلو سره مخ ٶ٬ دا مسئلې د تېر حكومت د پاليسو٬ په ??ګست كښې د راغلي سېلاب او د ګرانۍ په ??بب رامخې ته شوې وې۔ ده ووئيل پاكستان په ??پرېل كال 2022 كښې ديواليه كېدو ته نزدې ٶ ځكه چې د و??ت حكومت د آئي اېم اېف د لوظنامو خلاف ورزي كړې وه او معيشت تباهۍ سره مخ ٶ، بيا زمونږ په هېواد كښې په ??ګست كال 2022 كښې تباهي خپرونكې سېلاب راغلو٬ دې سره سره مونږ د نړيوال صورتحال له امله په ??ندۍ سره د زياتېدونكې ګرانۍ مسئلې سره هم مخ شو۔ ده ووئيل اوسنې حکومت د پاك پروردګار په فضل او بيا د پاکستاني اولس او د و??وڼو او ملګرو هېوادونو مرستې سره په ښه ډول د چېلنجونو په مخنيوي كښې كامياب شوې ۔ ده د هېواد اوسنۍ وضعې په ??ړه ووئيل عمران خان سنګين بدعنوانۍ او د غېر قانوني لېن دېن تورونو سره مخ دے٬ چې ورسره به د قانون لمخې كاروائي كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل عمران خان د خپلې ګرفتارۍ په ??ورت كښې د يوې مودې راهسې اولس د تشدد د ردعمل څرګندولو لپاره په ??هني توګه تيارولو،دا د ھغه د ټګانو يوه ډله ده٬ دوي د پاكستان رياست په ??د د انتهائي سنګين اقدام منصوبه بندي کړې، دې خپل خلق لمسوي، د دې د شك او شبې نه غېر ثبوت موجود دي۔ شهباز شريف ووئيل د عمران خان پلويانو ته ودانيو ته د اور لګولو٬ په ??دارو د بريدونه كولو او د شهيدانو د ياګارونو د بې حرمتۍ امر شوې ٶ، كومو كسانو چې په ??هري تنصيباتو بريدونه كړي د ھغوي په ??د به د سول قانون ??ه مخې مقدمه چلولې شي او كومو كسانو چې په پوځي تنصيباتو بريدونه كړي او د ادارو بې حرمتي ئې كړې د ھغوي په ??د به د آرمي اېكټ ??ه مخې مقدمې چلولې شي۔ ده دا خبره په ډاګه كولو سره ووئيل چې دا اېكټ د 1951 راهسې نافذ دي او د پوځي اهلكارو نه علاوه په ??اسې عام وګړو د مقدمو چلولو اجازه وركوي د چا چې ځينې مجرمانه كاروائيو څخه نېغ په نېغه يا بالواسطه تعلق دے، د دې اېكټ ??ه مخې يو ځل د جج لخوا د سزا اورولو نه پس مدعي دوه اپيلونه لري٬ھغه هائي كورټ او بيا سپريم كورټ آف پاكستان ته اپيل كوې شي۔ ده ووئيل د دې ټول عمل مقصد انصاف كول باوري كول دي د??سې چې په پاكستان كښې بيا داسې ونه شي، آيا د يو مهذب هېواد د رياست په ??د څوك د دا ډول وراني اجازه وركولې شي كوم چې په پاكستان كښې په 9م مئي رامخې ته شو۔ وزيراعظم مثال وړاندې كولو سره ووئيل څه چې د جنورۍ په 6مه نيټه كال 2021 كښې په واشنګټن كښې په کيپټل هل كښې شوې وو آيا په ھغه تورونو مقدمه نه چلولې كېږي او ھغوي ته سختې سزاګانې نه وركولې كېږي د??سې چې د امريكې په ??اريخ كښې دا ډول پېښه بيا ونه شي ؟ شهباز شريف د ترکيه اولس او صدر رجب طيب اردوان ته په ??يا ټاكل كېدو مباركي وړاندې كړه۔ ده ووئيل زه به خپل ورورو صدر رجب طيب اردوان سره په ګډه كار كوم٬ ھغه يو زيرك لارښود او په ??ولسي خدمت باور لرونكي شخصيت دے، زه هيله لرم چې چې زمونږ د و??ورولۍ اړيكې به لا قوي شي۔ ده ووئيل زمونږ دواړه وروڼه هېوادونه د يو روح په څير دي چې زړونه يۍ يو ځايې درځېږي، مونږ بېلې ژبې وائيو خو مونږ پوهېږو چې مونږ د زړه نه څه وائيو۔ ده ووئيل پاکستان او ترکيه به په نزدې سباٶن كښې د بائيو ګېس، لمر توان او پن برېښنا په څير څانګو پلو پام ګرځولو سره تجارت زياتولو او شريك پرمختګ ته وده وركولو لپاره همكاري سوا كړي۔
د آئي اېم اېف پېشګي شرطونه مو ترسره كړي٬ هيله لرو روانه مياشت كښې به حتمي لوظنامه وشي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ترکيه قامي خبرې رسنې “اناطوليه” سره خاص مركه
Goblin Fortune Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ