اسلام آباد 11جون (اے پي پي) د خزاني وزير شوکت ترين د مالياتي بل 22-2021ء پشمول د كلنه بجټ ګوشواری نقل سېنېټ ته وړاندي كړے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د خزاني وزير شوکت ترين د اسلامي جمهوريه پاکستان دستور آرټيکل 73 ترمخه د مالياتي بل22-2021ء پشمول د كلنه بجټ ګوشوارې نقل سېنېټ ته وړاندي كولو له تحريك وړاندي كړو د كوم چې چيئرمېن منظوري وركړه ۔ دې نه پس د خزاني وزير مالياتي بل 22-2021ء پشمول كلن بجټ ګوشوارہ قامي اسمبلۍ لپاره كه سفارشات وي نو د هغې د مرتب کولو تحريك وړاندي كړو۔ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني غړو ته سپارښتنه وكړه چې د ګل ورځې څخه په دې اړه سفارشات سېنېټ سيکرټريټ کښې جمع کړي۔غړو خپل سفارشات د خزاني لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ او د سېنېټ د منصوبه بندۍ او اصلاحات كمېټو سره جمع كړي۔ د خزاني کمېټي به خپل سفارشات 7 ورځو كښې سېنېټ ته وړاندي كوي دغسې د منصوبه بندۍ او اصلاحات قائمه کمېټي به په 10 ورځو كښې جمع كوي۔ سېنېټ كښې په دغه سفارشات غور كولو نه پس به بيرته قامي اسمبلۍ ته ليږلې شي
د خزاني وزير مالياتي بل 22-2021ء پشمول د بجټ ګوشوارې نقل سېنېټ ته وړاندي كړو
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی