اسلام آباد۔02جون(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت پی اېم اسټرېټجک ریفارمز مېرمنو لپاره د رېلوے امنيتي تګلاره كښې بدلونونه تجويز كړې دي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډي ونګ لخوا د جاري كړې شوي بيان لمخې بهاؤ الدېن زكريا اېكسپرېس كښې د سفر په مهال مېرمنې سره د زياتي پېښې نوټس اخستو سره د وزيراعظم شهباز شريف په هداياتو د سلمان صوفي په مشرۍ كښې پی اېم اسټرېټجک ریفارمز د مېرمنو مسافرو حفاظت لپاره د رېلوے په امنيتي تګلاره كښې بدلونونه تجويز كړې دي۔ د اسټریټجک ریفارمز لاندې دا وړاندېز وركړې شوې دې چې د لېډی رېلوے پولیس فورس اهلكارو ډلې دې په رېلوے سټېشنونو تعينات كړې شي۔ دې سره سره د مېرمنو مسافرو لارښودونې او امنيت لپاره به “سفر سهېلی” موبائل اېپ لانچ كړې شي او په پرنټ شويو ټكټونو به د اېب ډاؤن لوډ كولو هدايات وركولې شي٬ دغسې په ټكټونو به اېمرجنسي نمبر هم پرنټ كولې شي۔ اوږد سفر لپاره به په رېلوے اسټېشنونو د اېل آر پی اېف عملې (يوه لېډی سب انسپکټر او 2 لېډی کانسټېبل) ډلې تشكيل كولې شي او په ټرېنونونو كښې د مسافرو د شمېرې له مخې به د ډلو په شمېره كښې اضافه كولې شي۔ په ټرېنونو كښې به اېمرجنسي SOS بټنې لګولې شي۔ دې سره سره به وډیو سروېلنس سسټم (VSS) كارولې شي۔ دا خبره به باوري كولې شي چې د آؤټ سورس ټرېنوں ټھېكې وركولو نه وړاندې به د تعينات ټولو نجي ملازمينو د كردار په اړه اړوندو ايجنسيو ٬ خصوصي څانګو څخه كليئرنس اخستلې شي۔ دې سره په ټولو ټرېنونو كښې به كنټرول روم جوړولې شي
په زكريا اېكسپرېس كښې مېرمنې سره زياتې ٬ د وزيراعظم په هدايت مېرمنو مسافرو لپاره درېلوے امنيتي تګلاره كښې بدلونونه تجوېز كړې شول
مضمون کا ماخذ : پاور بال