اسلام آباد 01 جولائي (اے پی پي﴾ وزيراعظم محمد نواز شريف د هې??اد ځانګړې اقتصادي بحالۍ لپاره په هلو ځلو د خزانې وزير اسحاق ډار او د هغه ډلې له مباركي وركړې ده ۔د جمعې پھ ورځ په ورځ يو بيان كښې وزيراعظم اقتصادي مېدان كښې د سنګ ميل عبور كولو او هې??اد د پائيدار اقتصادي٬پرمختګ او خوشحالۍ پھ لار روانولو لپاره د معاشي ډلې ستائنه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د زرمبادله پنګې د 23 اربه ډالرو نه زياتې شوي كومې چې جون 2013 ك??ې 6.8 اربه ډالره وې۔ ده ووئېل د زرمبادله پنګې د پاكستان په تاريخ كښې تر لوړې كچې رسول د حكومت د كاميابو اقتصادي پالېسيو عكاسي ده۔ده ووئيل زمونږ د پالېسيو مقصد د اوږدې مودې اقتصادي استحكام او پئيدار پرمختګ باوري كول دې۔وزيراعظم ووئيل د 3104 اربه ماليت ټېكس محصولاتو وصولي په تېرو دريو كلونو كښې د 60 فيصده زياتوالي عكاسي كوي ك??مه چې كلن 20 فيصده زياتوالې څرګندوي۔ده ووئيل د 2008 ??ه تر 2013 د ټېكس محصولات نزدې درې فيصده زيات شوي۔ده پھ دې خبره زور راوړو چې پھ راروانو دوو مالي كلونو كښې به اقتصادي پرمختګ او د توان سره د بنيادي اډانې پھ اړه لا سرمايه كاري رامخې ته شي۔محمد نواز شريف ووئيل اوسنې حكومت د 900 اربه روپو د بنيادي اډانې پھ پروژو عمل درامد كوي چې پكښې 1.5 اربه ډالره شخصي سرمايه كاري هم شامله ده۔ده ووئيل زمونږ د حكومتې وژن كاميابي يوازې تر نعرو نه ښكاري بلكې معاشي استحكام هم ورسره څرګندېږي
وزيراعظم ځانګړې اقتصادي بحالۍ لپاره په هلو ځلو د خزانې وزير اسحاق ډار او د هغه ډلې له مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات