اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د پوليو مخ نيوي په اړه د وزيراعظم وياندې سناتورې عائشه رضا فاروق وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د پوليو په ضد كمپائن پېل كېږي٬ كمپائن لپاره د جوړ كړې شوي نېشنل ا??مر??نسي اپرېشنز سنټر له مخې به تر پ??ځو كلونو د عمر 2 كروړه 38 لكه ماشومانو ته د پوليو څخه د حفا??ت څاڅكي وركولې شي٬ د پوليو مخ نيوي د دې كمپائن كاميابې لپاره مربوطه حكمت عملي تياره كړې شوې٬ چې دغسې دا وائرس د پاكستان څخه تل لپاره ختم كړے شي۔ سناتورې عائشه رضا فاروق وئيلي دي چې په دې كمپائن كښې به د پوليو يو لك 61 زره كار كوونكي برخه اخلي او په راتلونكو پ??ځو ورځو كښې به كور په كور ماشومانو ته د پوليو څخه د حفاظت واكسين وركوي۔ هغې ووئيل چې د دې كمپائن كاميابي انتظاميې او د پوليو كار كوونكو سره سره مور او پلار او د ماشومانو په پالنه مامور كسانو سره ده۔ هغې ووئيل چې د پاكستاني حكومت ??ر انتظام لاندې ډرګ رېګولېټري اتهارټو هم د دې واكسينو منظوري وركړې۔ دا واكسين ډېر په احتياط سره د روغتيا او د داروګانو جوړولو نړيوال معيارات په نظر كښې ساتلو سره تيارولې شي۔ هغې ووئيل چې د كال 2014م نه ??ر اوسه په پاكستان كښې د پوليو كېسونو په شمېره كښې 97 فيصده كمې راغلې۔ د كال 2014م په پاې كښې د پوليو كېسونو شمېره 306 ريكارډ كړې شو?? كومه چې تېر كال په 2017م كښې يوازې 8 وه او سږ كال ??ر اوسه يوازې يو كېس رپورټ شوے۔ هغې خواست وكړو چې د روغتيا محافظانو سره دې بشپړه مرسته وكړې شي۔
په ټول هېواد كښې به ﴿نن﴾ د پوليو په ضد كمپائن پېل كېږي۔ سناتوره عائشه رضا فاروق
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا