??سل??م آباد۔27فروری(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د تحريك عدم اعتماد په معامله په اپوزيشن ګوندونو كښې ډېډ لاك دے٬ اپوزيشن په هېواد كښې د اړي ګړي رامخې ته كولو هڅه كوي ولې آخر به هم هغو?? ماتې سره مخ كېږي٬ حكومت به د لانګ مارچ ګډون كوؤنكو په لاره كښې خنډان نه اودروي ،حکومت په خپلو اتحاديانو بشپړه باور لري۔ د اتوار په ورځ په داخله وزارت كښې يو خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د اپوزیشن د تحریک عدم اعتماد منصوبې به ناكامه شي۔ شېخ رشید احمد ووئيل كوم خلك چې د محاذ آرائۍ سوچ كوي هغوي به زيان د خپل ځان كوي۔ ??غ?? ووئيل بلاول بھټو حكومت ته د چېلنج وركولو صلاحيت نه لري۔ ??غ?? ووئيل كوم ګوندونه چې پخوا د يو د بل په ضد وو نن يو بل ته بلنې وركوي۔ ??فاقی وزیر ووئيل 24 كاله پس د آسټرېليا لوبډله پاكستان ته راغلې ده او حكومت ورته د اولس مشر سېكيورټي وركړې ده۔ هغ?? ووئيل هند د شرمندګۍ نه بچ كېدو له خپل ونګ كمانډر ابھينندن ته درناوې وركړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه د وزيراعظم عمران خان د روسيه دوره كاميابه وګرځوله۔ وفاقی وزیر ووئيل د وسله وال پوځ او سول فورسز په تنخاګانو كښې اضافه شوې ده۔ هغ?? ووئيل 13 نوې پاسپورټ دفترونه جوړولې شي۔ ??غ?? ووئيل زه د ??سل??م آباد پوليس كاركردګۍ نه منطمئن يم۔ هغه په نورمقدم كېس كښې د مثالي پلټنيو په كولو د ??سل??م آباد پوليس ستائنه وكړه۔ د پي ټي آئي لارښود جهانګير ترين د روغتيا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه د جهانګير ترين زر روغتيا له دعا وكړه
د تحريك عدم اعتماد په معامله په اپوزيشن ګوندونو كښې ډېډ لاك دے٬ كوم خلك چې د محاذ آرائۍ سوچ كوي هغوي به زيان د خپل ځان كوي۔ د داخله وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ