اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) سرلښكر ج??رال قمر جاوېد باجوه سره د ازبكستان اولس مشر په نګرانې كښې د كار كوونكي امنيتي كو??سل سېكتر لېفټ??نن?? جنرال محمدوف وكټر ولادي مېرووچ په مشرې كښې د ازبكستان حكومتي پلاوي د شورو په ورځ په جي اېچ كيو كښې ملاقات وكړو۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿ آئي اېس پي آر﴾ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د سلامتيا صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وش??ې۔ پلاوي د ترهګرې په ضد جنګ او سيمه ا??ز استحكام لپاره د پاك پوځ د مخلصانه هڅو او قربانيو اعتراف او ستائنه وكړه۔ د ازبكستان پلاوي د تجارت٬ رابطه كارې٬ سلامتيا او د ځواكونو ترمېنځه د مرستې پشمول په ټولو څانګو كښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو او مرستې د حقيقي استعداد څخه د استفاده كولو په ضرورت ټينګار وكړو۔ سرلښكر ج??رال قمر جاوېد باجوه د پلاوي په جذباتو د دوي مننه وكړه ا?? سيمه ا??زې مرستې٬ امن او استحكام لپاره په ټولو اقداماتو كښې ئې د پاكستان لخوا د بشپړه مرستې او ملاتړ باور وركړو۔
سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د ازبك امنيتي كونسل سېكتر په مشرې كښې پلاوي ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania