اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د حكومت او تحريك لبېك پاكستان ترمينځه د اوږدو مذاكراتو نه وروستو په دې خبره صلاح راغلې چې مونږ به نن د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فرانسيسي سفير هېواد نه د شړلو قرارداد وړاندے كړؤ ٬ ټي اېل پي به د مسجد رحمت للعالمين (ص) په شمول په ګرد هېواد كښې دھرنا ختمه كړي او د خبرو اترو او مذاكراتو لړۍ به روانه ساتلې شي۔ په خپل وېډيو بيان كښې داخله وزير شېخ رشيد احمد ووئيل د كومو كسانو په ضد چې مقدمې درج دي هغه به د فورتھ شېډول په شمول ټولې ختمې كړې شي۔ داخله وزير ووئيل زه به په دې حقله ډېر زر خبري كنفرنس وكړم
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش