اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د ګل په ورځ د مصر خارجه وزير سامح حسن شكري ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال وزيراعظم عمران خان د مصر خارجه وزير سره د شريكې خوښې په بې??ا بېلو چارو خبرې وكړی۔وزيراعظم په دې موقع د پا??ستان او مصر ترمينځه په تاريخي او ژورو اړيكو رڼا واچوله۔د دواړو هېوادونو ترمينځه په مرسته د اطمينان څرګندونه كولو سره وزيراعظم په اقتصادي او تجارتي څانګو كښې د اړيكو په پراخا كولو زور راوړو۔وزيراعظم صدر عبدالفتاح السيسي سره د خپلو ملاقاتونواو خبرو ذكر هم وكړو په كومو كښې چې په سيمه ايزو او نړيوالو ستونزو دم پا??ستان او مصر ترمينځه په همغږۍ زور وركړې شوې و۔ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ګټورو روابطو زياتولو ډېرې موقعې او امكانات موجود دي۔وزيراعظم عمران خان د مصر خارجه وزير سره په بې??ا بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو او د اسلامي امت په معاملو هم خبرې وكړې۔ده په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو څخه په سرغړونو او د هند د غېر ذمه وار اقداماتو د لارې د منطقې سلامتيا ته په ورپښو خطرو هم رڼا واچوله۔وزيراعظم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ څخه د مارچ 15مه نېټه د اسلامو فوبيا د مخ نيوي نړيوالې ورځې په توګه د تاريخي قرارداد د منظورۍ ستائنه وكړه۔وزيراعظم د او آئي سي پ??يټ فارم پشمول په ټوله نړۍ كښې مسلمانانو لپاره د انصاف مقصد مخ په وړاندې په ضرورت زور راوړو۔د مصر خارجه وزير پ?? اسلام آباد كښې د اسلامي مرستې تنظيم د خارجه وزيرانو د كونسل په 48مه غونډه كښې ګډون كولو لپاره د پا??ستان په دوره راغلې۔
وزيراعظم عمران خان سره د مصر خارجه وزير ملاقات
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز