شرم الشېخ11نومبر (اے پی پی)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئېلي دي چې پاكستان يو تكليف رسوؤنكي او تباهي خپرونكي سېلاب څخه تېر شوے د كوم دلاسه چې 33 ملين څخه زيات خلق ځپلې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې كوپ-27 كښې د اعلی كچې سېګمنټ ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د پاكستان نزدې په دريو كښې يوه برخه د سېلاب د اوبو لاندې راغلې ده ??و د آفت نه ورستو د حاجتونو د تخمينې له مخې په مجموعي توګه د 30 بلين ډالرو زيان شوے دے۔ دې زياته كړه چې د مغاش ذريعې ٬كركيله او خوراك زيات سخت ځپلې شوې ??و د پېړۍ رېكارډ سېلاب د ټول هېواد ټوپو ګرافي بدله كړې ده۔ دې د روان كال په مهال په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه د رامخې ته شوي زيان ٬ د سېلاب د خطرې انتظام ٬ موافقت ??و د اباسين نظام ??ره اړوند د لېونګ انډس انېشي اېټو په اهميت زور راوړو۔ د پاكستان د بحالۍ په حاجت خبره كولو ??ره وفاقي وزيرې د ليونګ انډس اېنشي اېټو يوه جائزه وړاندې كړه۔ دې ووئيل دا به د سندھ طا?? ماحولياتي نظام بحالولو كښې مرسته وكړي۔ دې په شرح الشېخ كښې د كوپ – 27 پاكستان پوېلين كښې د “دي لېونګ انډس : اېن اېكسز آف اېډ اپټېشن” په سرخط پېنل ډسكشن ته هم خطاب وكړو۔ په دې مهال د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر٬په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ کوآرډینیټر جولین هارنیس او انوائرمنټ خبرياله عافيه سلام هم موجود وه۔ د پبنل ماډريټر احمد رفيع عالم وو۔ دې ووئيل چې دا يوه زبردسته پروژه ده٬په دې لړ كښې سرمايه كار او ګڼ شمېر تنظيمونه سرمايه كارۍ ته ترجيح وركولې شي۔د سندھ درياب زمونږ د تهذيب محور دے٬مونږ له به دې ته يو وارې بيا ژوند وركول وي۔ د اباسين نظام د هرې صوبې څخه تېرېږي او مونږ د سندھ طا?? تحفظ لپاره كنسورشيم اپروچ ته اړتيا لرؤ ??و دې ??ره ??ره دې ??ره د كميونټيز بيا رغونې ضرورت دې كومو چې په سېلاب كښې خپل هر څه له لاسه وركړي۔ په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ريزيډنټ کوآرډینیټر جولین هارنیس ووئيل پاكستان لپاره تر ټولو لويه ستونزه د دريابونو نظام د خطرې ??ره مخ كېدل دې ??و د دې نظام لمينځه تلل لويه ستونزه ده ځكه چې په پاكستان كښې 90 فيصده د ژوند انحصار په فعاله دريائي نظامونو دے۔ دې ??ره ??ره وفاقي وزيرې په كوپ -27 كښې د يو اېن اي پي اېګزېكټو ډائرېكټر انګر اېنډريسن ??ره دوه اړخيزه ملاقات وكړو۔ اينډريسن د سېلاب بحران څخه په شوې تباهۍ او ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزيرې شيري رحمان د مصر د اوبو وسائلو او اوبه خور وزير هاني سيولم ??و د آسيائي پرمختيائي بانك يو پلاوي ??ره هم ملاقات وكړو۔ د اے ډي بي پلاوي ??ره په ملاقات كښې د موسمياتي لچك ښه كولو ??و د كال 2022 تباهي خپرونكي سېلاب نه وروسته پاكستان ??ره د مرستې لارو لټولو ته پام وكړے شو۔
د سېنېټر شيري رحمان كوپ-27 كښې د اعلٰی كچې سېګمنټ ته وېنا٬د سېلاب د لاسه د شوي زيان ٬ ليونګ انډس انېشي اېټو جائزه يۍ وړاندې كړه
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena