اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) بهادر قبائېلي اولس د پاك پوځ او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو په حق كښې غږونه پورته كړي ٬د خېبر ضلعې په لنډي كوتل سيمه كښې په لوي شمېر اولس٬پاك پوځ او د نورو قانون نافذ كوونكو ادارو سره يووالي لپاره بهر راوتلے ٬ګډون كوونكو بېرغ هسك كړي وو او د پاك پوځ په حق كښې پرې نعرې درچ وې ٬د ګډون كوونكو وېنا وه چې كوم هم سياسي ګوند له د دفاعي ادارو د سپكاوي اجازه به ورنه كړې شي او په سختۍ سره به د دغې مخ نيوې كوو۔د مېډيا رپورټس له مخې په پېښور كښې هم اولس د پاك پوځ سره د يووالي څرګندونې لپاره لاريون وويستلو۔په لاريون كښې په لويه شمېره اولس ګډون كولو۔اولس د پاك پوځ زنده باد نعرې ووهلې۔ګډون كوونكو ووئيل د احتجاج په نامه د هېواد استحكام په ضد منظم سازش شوے ٬قوي آرمي د مستحكم پاكستان ضمانت ده ٬ پاك پوځ د هېواد او په خاص توګه په قبائېلي سيمو كښې د ځانونو قربانۍ وركولو سره دلته امن قائم كړے۔ګډون كوونكو ووئيل په موجوده صورتحال كښې به شرخوښو سره سختي كولې شي
بهادر قبائېلي اولس د پاك پوځ او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو په حق كښې غږ پورته كړو ٬ لنډي كوتل كښې اولس٬پاك پوځ ا و نورو قانون نافذ كوونكو ادارو سره د يووالي لپاره بهر راوتلو
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق