اسلام آباد۔28ستمبر(اے پی پی) نګران خارجه وز??ر جليل عباس جېلاني وئيلي دي چې نګران وز??راعظم انوار الحق كاكړ د امريكې دورې په مهال نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه ??كړل او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې يۍ د كشمير او فلسطين مسئله په بشپړه ډول په ډاګه كړه٬ د اسرائيل په اړه به د پاكستان دريځ كښې كوم بدلون رامخې ته نشي٬ مونږ د چا تقليد نه ??وؤ ٬ د خپلې قامي ګټې لمخې پرېكړې كوؤ٬ هيله لرؤ چې افغان عبوری حکومت به د پولې پورې غاړه څخه د ترهګر بريدونو مخنيوي وكړي٬ د سی پېک د رول بېك كولو سوال هم نه ??ېدا كېږي٬ په راتلونكو كلونو كښې به سي پېك لا وده ومومي٬ د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو پاكستان كښې سرمايه كاري كولو كښې خوښي لري٬ په غېر قانوني توګه دلته مېشته د ټولو هېوادونو كډوالو له به تلل وي٬ په كاناډا كښې د سكھ لارښود وژنې پېښې سره هند نړۍ ته په ډاګه شوې دې۔ د دې خي??لا??و څرګندونه ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د امريكا دورې په مهال وز??راعظم عمومي اسمبلۍ ته مهم خطاب وكړو۔ نګران وز??راعظم وبائي رنځونو سره اړونده يوه مهمه غونډه كښې ګډون وكړو۔ ده ووئيل نګران وز??راعظم په دې مهال د بېلو هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونه ??كړل په كومو كښې چې د ايران صدر رئیسی په شمول د ازبکستان صدر، د چین نائب صدر، د نېدرلېنډ وز??راعظم ، د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د نړيوال مالياتي فنډ منیجنګ ډائرېکټر، بل ګېټس ، د ریوټنټو سی ای او هم شامل وو۔ وزیراعظم د وائس آف امریکه، واشنګټن پوسټ، سی این این، بلومبرګ، نیوز ویک، ټی آر ټی ورلډ او اېسوسی اېټډ پرېس په شمول د نړيوالې ميډيا استازو سره مركې وكړې۔ ده پاكستاني خبريالانو او تھنك ټېنكس پلاوي سره ملاقاتونه ??م وكړل۔ ده ووئيل د نيويارك دورې په مهال زه هم مشغول پاتے شوم۔ د او آئی سی خارجه وز??رانو سره كوآرډينېشن غونډه وشوه په كوم كښې چې او آئي سي د سباؤن په لائحه خبرې اترې وشوې۔ د او آئي سي کنټېکټ ګروپ آن جموں و ک??می?? كوم چې يو مهم ګروپ دے يوه غونډه هم وشوه۔ په غونډه كښې ټولو غړو هېوادونو د ک??می??ی مسلمانانو ملاتړ اعلان كړو او د هند لخوا په مقبوضه سيمه كښې د هند لخوا په كشميري مسلمانانو د روان زور زياتي غندنه ??كړې شوه او په ملګرو ملتونو زو راوړلې شو چې د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې دې دا مسئله حل كړې شي۔ دغسې د عرب لیګ او جی سی سی عمومي سېكترانو سره هم ملاقاتونه ??شول۔ نګران خارجه زوير ووئيل نګراں وزیراعظم سلامتي كونسل ته خپل خطاب كښې د كشمير مسئله په ډاګه كړه او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له يۍ د كشمير اولس د هلو ځلو بشپړ ملاتړ اعلان وكړو۔ نګران وز??راعظم په خپل خطاب كښې د پاكستان اقتصادي صورتحال او ددې ښه كولو له په اقداماتو خبره وكړه۔ نګراں وزیراعظم په کوپ 27 كښې د شويو وعدو ذكر هم وكړو۔ په كوپ 27 كښی پاكستان كښې د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ له مرسته اعلان كړې شوې وه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی خارجه وز??ر ووئيل كومه هم پرېكړه كښې مونږ ملي ګټې تر ټولو وړاندې ساتؤ۔ د اسرائيل په اړه چې كومې خبرې روانې دي په پاكستان كښې داسې كوم سوچ هم نشته۔ وز??راعظم دا په ډاګه كړي چې د فلسطين مسئله دې د فلسطيني اولس د هيلو لمخې حل كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان غواړي چې فلسطین د كال 1967ء حد بندۍ لمخې د يو آزاد رياست په توګه جوړ كړے شي اتو القدس د دې پلازمينه ??ګرځولې شي۔ پاكستان دا موقف په هر ځايې ښكاره كړې دې۔ ده ووئيل د اسرائيلي او فلسطين په اړه زمونږ موقف به كله بدل نه شي۔ د چا تقليد نه ??وؤ ٬ د خپل قامي مفاد په ګټه پرېكړې كوؤ۔ ده ووئيل اسلاموفوبيا ټولې اسلامي نړۍ لپاره يوه مهمه مسئله ده په كومه چې نګران حكومت خبره وكړه۔ 15 مارچ د ملګرو ملتونو تر اهتمام لاندې د اسلامو فوبيا په ضد ورځې په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل ډنمارک په خپل پارليمان كښې يو بل معارفي كړې دې دغسې چې د قرآن او مقدس صحيفو د بې حرمتۍ مخنيوية وكړې شي۔ د افغانستان په اړه نګران خارجه وز??ر ووئيل په پاكستان كښې په دې ورستيو كښې د ترهګرۍ رامخې ته شويو پېښو زمونږ اندېښنې سوا كړې دي۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې افغان حكومت سره زمونږ خبرې روانې دي۔ مونږ په دې خبره زور راوړې دې چې پولې پورې غاړه څخه د ترهګري كوؤنكو مخنيوي دې وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان كښې د سعودي مشرتابه زيات احترام كولې شي۔ دوئي ته تود هركلې وئيلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د كډوالو په اړه پالېسي يوازې افغان كډوالو سره تعلق نه ??ري په دې كښی ټول غېر قانوني پناه اخستونكي شامل دي۔
نګران وزيراعظم د امريكې دورې په مهال نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه وكړل ٬ عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې يۍ د كشمير او فلسطين مسئله په بشپړه ډول په ډاګه كړه٬ د اسرائيل په اړه د پاكستان دريځ كښې به كوم بدلون رامخې ته نشي۔ نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس